لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې یوې مېرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زیږولي دي


په سوشل میډیا شریک شوی په راولپنډۍ کې په یو ځای د پېدا شویو ماشومانو تصویر
په سوشل میډیا شریک شوی په راولپنډۍ کې په یو ځای د پېدا شویو ماشومانو تصویر

د پاکستان د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې یوې مېرمنې په یو وخت شپږ ماشومان زیږولي اؤ د ډاکټرانو وینا ده چې ددغه مېرمنې اؤ ماشومانو صحت بیخي ښه اؤ ډاډمن دی.

دغه ماشومان اوړمه ورځ د پېنډۍ په ضلعي روغتون کې د هزاره کالونۍ د یو استوګن وحید نومې تن مېرمنې زیږولي دي.

پاکستاني میدیا وایي چې په ماشومانو کې څلور هلکان اؤ دوه جینکۍ دي اؤ ډاکټرانو ددې شپږو واړو ماشومانو اؤ د هغوي د مور صحت ښه بللی دی.

دا شپږ واړه ماشومان په لویې اپریشن زیږول شوي دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې داسې ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي چې کومې مېرمنې دوه یا درې ماشومان په یو ځای زیږولي وي خو دا وړومبی ځل دی چې یوې مېرمنې پکې شپږ ماشومان زیږولي دي.

د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې داسې میندې شته چې په یو وخت یې تر شپږو هم زیات ماشومان زیږولي اؤ هغوي بیا پاییدلي هم دي.

د ای ایف پي خبري شبکې له مخې په جنورۍ کال 2009م کې د نادیه سلیمان نومې امریکایي یهودي مېرمنې په یو وخت اته ماشومان زیږولي وؤ اؤ دغه اته واړه ماشومان بیا په روغ صحت سره پاییدلي هم وؤ.

خو تر دې وړاندې بیا په نومبر کال 1997م کې د امریکې یوې بلې مېرمنې بوبي میککوفي په یو وخت اووه ماشومان زیږولي وؤ اؤ هغه ټول په روغ صحت سره لویې شوي وؤ چې دا وخت یې عمرونه 26 کالو ته رسېدلي دي.

په هغه وخت کې د امریکې صدر بل کلټنن دغه کورنۍ ځانته رابللې وه اؤ مبارکي یې ورکړې وه اؤ ګڼو این جي او ګانو دغه کورنۍ ته د دوؤ کالو لپاره خوراکي توکي ، د ماشومانو د سمبالښت سامانونه اؤ د استوګنې لپاره یو ستر کور په مبارکۍ کې ورکړی ؤ اؤ هم یې ورته د اییووا په کوم کالج کې د ویړیا زده کړو لپاره سینه ډبولې وه.

د امریکې یو بل صدر جارج بش هم ددغه کورنۍ سره په ځانګړې توګه لیدنه کړې وه اؤ د هر رقم مرستې باور یې ورکړی ؤ.

په پېښور کې د مور اؤ ماشوم متخصص ډاکټر عمران رضا وایس اف امریکه ډیوه ته ویلي کله چې یوه مور درې ماشومان هم په یو ځای زیږوي نو 50 فیصدي امکان دا وي چې په دې کې به یوازې یو ماشوم صحتمند وي اؤ دوه نور به کمزوري وي.

هغه وایي عموماً د غبرګونو ماشومانو د زیږولو په هڅه کې نزدې 50 فیصدي ماشومان په اسقاط حمل کې ضایع شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG