لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دسولې دخبرو دڅرنګوالي اؤ ۴۰۰طالب بندیانو دخوشې کولو په اړوند لویه جرګه سبا جوړیږي


ټاکل شوې ده سبا دجمعې په ورځ کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیږي چې پکې به طالبانو سره دپیل کیدونکو بین الافغاني خبرو په څرنګوالي اؤ د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو بحثونه اؤ مشورې کولی شي.

دلویې مشورتي جرګې ویاند ښاغلی طاهر ځلاند وایي په جرګه کې به دافغانستان دبیلابیلو ولایاتو څخه دبیلابیلو طبقو سراؤ تړاؤ لرونکي تر ۳۵۰۰ پورې دافغان ولس استازي برخه واخلي اؤ دخپل هیواد په راتلونکي به خپلو کې دقیقي مشورې وکړي.

دپنجشنبې په ورځ دلویې مشورتي جرګې ویاند طائر ځلاند وي او دی ډيوه ویب پاڼې ته ویلي مشورتي لویې جرګې دپاره ټول انتظامات سرته رسول شوي دي اؤ هیله ده چې جرګه به په سوله ییزه چاپیریال کې په عنعنوي ډول ترسره شي.

هغه وویل په دې جرګه کې به دسولې په تړاؤ اؤ۴۰۰ طالب بندیانو دخوشې کولو یا په بند کې دساتلو په اړوند حکومت ته مشورې ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون راپدیخوا اوس یو مهم پړاؤ دافغانانو دخپل منځني خبرو پاتې دی اؤ په دې جرګه کې به مشران په دې خبره وکړي چې دافغانستان څخه طالبانو سره دخبرو دپاره کوم ټيم ځي هغوئ باید کوم مسایل په پام کې ونیسي

دطاهر ځلاند په وینا جرګه کې به دافغانستان دخلکو استازي په دې اړوند هم خپلو کې مشورې وکړي چې دسولې وروسته باید دافغانستان بیا جوړونې اؤ پراختیا دپاره په کوم ډول کار وکړل شي؟

کابل کې دا مشورتي لویه جرګه په داسې حال کې کېږي چې روانه اوونۍ په ننګرهار کې په یو زندان د داعش وسله والو خونړی برید کړی ؤ چې پکې په شلګونو کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي اؤ په سوؤنو دداعش اؤ نور خطرناک بندیان له دغه زندان څخه تښتېدلي دي

شا وخوا دوه کاله وړاندې چې کله په کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړیده نو دجرګې دخیمې مخې ته ددیني عالمانو دغونډې په مهال یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ‌۱۸نور ژوبل شوي وؤ

خو دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وایي چې افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو د اوسنۍ لویې جرګې دامنیت دپاره کوټلي ګامونه اخستي اؤ هڅه به وکړي چې دجرګي په مهال دکابل امن ټینګ ونیسي.

طالبانو ددې جرګې د راجوړیدو سره اختلاف ښکاره کړی اؤ د طالبانو ویاند دمخه پخپل یو بیان کې ویلي چې ترڅو دبندیانو دتبادلې بهیر اؤ دسولې نور نیمګړي اړخونه پائ ته نه وي رسیدلي ترهغې دا جرګه هیڅ ارزښت نه لري

دافغانستان مطبوعات وایي دلویې جرګې دپاره افغان دولت د ۳۳۰ میلیونو افغانیو دلګښت منظوري ورکړې ده چې په ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغانانو ددې دروند مصرف سره اختلاف ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دا پیسې یوازې د۴۰۰طالب بندیانو دخوشې کولو په موضوع باید مصرف نه کړل شي بلکې دجګړه ځپلو افغانانو په ښېګړه راوستل شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG