لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې: په افغانستان کې لس میلینه کسانو ته کرونا ور پورې شوې او روغ شوي


واشنګټن ــــ که څه هم په افغانستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څه کم 37 زره دی خو د افغانستان د روغتیا وزارت یوه تازه سروې ښیي چې کېدای شي د دې هېواد د ابادۍ تقریباً درېیمه برخه یعنې لس میلینه خلک په کرونا وایرس اخته شوي وي.

خو سره له دې چې په افغانستان کې په کرونا وایرس د دومره زیاتو خلکو د اخته کېدو امکان څرګندېږي، تر پینځو میاشتو وروسته د پایتخت کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې ژوند بیرته عادي حالت ته د را ګرځېدو په حال کې دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت دغه ارزونه د شورو- چارشنبې په ورځ خپره کړه، چې وایي په ټول هېواد کې یې د 9,500 کسانو د اینټي باډي څېړنې په بنیاد یې کړې ده.

د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دوی سروې ښیي چې د افغانستان د ټولې ابادۍ – چې 38.9 میلینه (3 کروړه 89 لکه 28 زره) ده- 31.5 فیصده خلک له کرونا اغېزمن شوي او ترې جوړ شوي دي.

د روغتیا وزیر عثماني وایي د پایتخت کابل 53 فیصده خلک یعنې تقریباً پینځه میلینه کسانو ته دغه وایرس ور پورې شوی دی. نوموړي وویل دغه سروې یې د روغتیا د نړیوال سازمان او د امریکې د جان هاپکنز پوهنتون په مرسته کړې ده:

"موږ به د دې سروې له نتایجو څخه کار اخلو چې د کرونا وایرس د دویمې څپې لپاره ځان ښه تیار کړو".

د امریکې د جان هاپکنز پوهنتون د رسمي شمېر له مخې په افغانستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 36,896 او د مړو شویو کسانو شمېر 1,298 دی، خو له دې ناروغۍ د روغو شوو کسانو رسمي شمېر 25,840 دی.

د "باور ځواک" په نوم ډله چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره رضاکارانه هڅې کوي، وایي دوی هم دوې میاشتې مخکې په خپله سروې کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې لس میلینه کسان په کرونا وایرس اخته کېدای شي، وایي که یې روغتیا وزارت سپارښتنې منلې وای حالت به دومره خراب نه وای.

ریډ کراس یا سره صلیب نړیوالې مرستندویې ادارې تېره میاشت خبرداری ورکړی وو، چې افغانستان د کرونا وایرس له کبله د روغتیایي، ټولنیز او اقتصادي ناورین پر څنډه دی "تمه څرګندېږي چې په افغانستان کې به د کرونا وایرس د ناروغانو اصل شمېر ډېر زیات وي ځکه چې د ټیسټونو د کموالي او کمزوري روغتیایي نظام له کبله نه رپوټ کېږي".

افغان چارواکي په هېواد کې یې د کرونا وایرس د زیات خپرېدو سبب له ایرانه د زرګونو افغان کډوالو په داسې وخت کې ور ستنېدل دي چې په ټول ایران کې دغه وبا په ډېره تېزۍ خپره شوې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG