لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د سولې مشورتي جرګه پېل شوه


د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه نن د جمعې په ورځ په کابل کې پرانستل شوه او د دغې جرګې مشري ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورسپارل شوي ده.

د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون به نور لوړ رتبه سیاسي چارواکې ویناوې کوي او د افغان سولې او د 400 طالب بندیانو په برخلیک به بحث کیږي.

ولسمشر غني د لوی اختر په اختریز پیغام کې ویلي وو چې د هغه 400 طالب بندیانو په اړه به مشورتي لویه جرګه را غواړي چې دوی په سنګینو جرایمو نیول شوي دي.

ولسمشر ویلي چې د دغو بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په دې اړه به د اولس د استازو سره مشوره وکړي.

یاده مشورتي جرګه د کلکو امنیتي تدابیرو په نیولو نن په کابل کې پرانیستل شوه او څه د پاسه 3000 غړي پکې ګډون کوي.

د یادې جرګې مشري د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوي ده.

د دغې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو امنیتي ټېم به هم د لویې جرګې پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه امنیتي همکاري او همغږي لري .

که څه هم د سولې مشورتي جرګې د جوړیدو سره مخالفتونه هم مخې ته راغلي او دغه جرګه یې غیر قانونی بللي خو د یادې جرګې غړو تیره ورځ په دغه جرګه کې د ګډون کولو پرېکړه کړې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه به درې ورځې په کابل کې دوام ولري.

وسله والو طالبانو هم د دغه جرګې له تر سره کېدو سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا ډول جرګه قانوني حیثیت نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG