لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټوله نړۍ کې له کرونا وایرسه اغېزمن دوه کروړه ته نیزدې شوي دي


واشنګټن ــــ د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو تر مخه په نړۍ کې د کرونا وبا د لاسه د اغېزمنو خلکو شمیره 19.4 میلینه (یو کروړ او 94 لکه) ته رسېدلې او له دې ناروغۍ د مرګونو شمېر 7 لکه 23 زرو نه اوښتی دی. امریکا هم هغه شان د زیانو ناروغانو او زیاتو مرګونو په حساب تر ټولو وړاندې ده.‌ ورپسې برازیل او بیا هندوستان دی.

په داسې حال چې د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د کرونا وبا بیرته په خوریدو ده د افریقايي اتحاد غړو هیوادونو ویلي په براعظم افریقا کې د کرونا مقابلې لپاره سخت او زړور ګامونه اخستل پکار دي.‌

په افریقايي هیوادونو کې د کرونا وبا د یو میلین یا لسو لکو نه زیاتې پېښې رپورټ شوي، خو چارواکو خبرداری ورکړی چې په دغو هیوادونو کې د کرونا اصل شمېر تر دې لوړ دی او د دغې خبرې په حواله بیا وايي چې په ځینو هیوادونو کې د کرونا ټیسټونه نه کیږي.‌

د اسټرېلیا وکټوریا ایالت نن د خالي- شنبې په ورځ له کرونا وایرسه د 450 نوو ناروغانو او د 12 کسانو د مرګ رپورټ ورکړی. په وکټوریا ایالت کې د اسټرېلیا په 21 زره کرونا کېسونو کې په دریو کې دوه برخې لري.

د جمعې په ورځ چې په امریکا کې د کرونا 60 زره نوي کېسونه رپورټ شوي وو،‌ د جنوبي ډیکوټا سټرګېس د موټرساېکلو د کالنۍ دستورې یا ځغل مقابلو برخه اخستونکو ته هرکلی ویل شورو کړي دي.‌

سږ کال تمه ده چې د دغې دستورې کتو له دوه نیم لکه خلک ورشي. هر کال د موټرسایکلو دغه کالني پروګرام ته تر پینځو لکو پورې تماشبین او کتونکي ورځي، خو تمه څرګندېږي چې کرونا وبا به سږ کال ځینې خلک په کور پاتې کړي.

په سټرګس ښار کې د ماسکونو په مخ کولو څه قسمه امر نه دی شوی خو خلکو ته د یو بل نه د فاصلې ساتلو یا د لرې اوسېدو ویل شوي، خو تېره ورځ د دغې دستورې په لومړۍ ورځ بیا په ښار کې په لوی شمېر خلکو د دغې فاصلې څه پام نه دی ساتلی.

د امریکا په جارجیا ایالت کې بیا د یو سکول هغه زده کوونکې چې د خپل سکول د برنډې په یو عکس خپرولو باندې له سکول نه ایستل شوې وه، د ګل- دوشنبې د ورځې نه به بیرته سکول ته ځي.

د هايي سکول دغه جینۍ د سکول یو داسې عکس خپور کړی وو چې پکې ګڼ زده کوونکي د سکول په برنډه کې بې د ماسکونو لیدل کیږي. د سکول له خوا د هغې د سکوله لرې کولو وروسته په دغه فیصله سختې نیوکې شوې او سکول خپله فیصله بیرته اخیستې ده. دغې زده کوونکې سي اېن اېن ته د جمعې په ورځ ‌ویلي، هغې چې څه کړي ورباندې پښېمانه نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG