لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک وایي د پاکستان او هند د اوبو په شخړه کې منځګړتوب نه شي کولای


واشنګټن ـــــ نړیوال بېنک د پاکستان او هند تر منځ د اوبو پر سر د اوږدې شخړې د هوارولو لپاره بې وسي څرګنده کړې او وایي نه شي کولای په دې برخه کې د یو بې طرفه ماهر په توګه ازاده پرېکړه وکړي یا د منځګړي عدالت کردار تر سره کړي.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې په پاکستان کې د نړیوال بېنک پخواني مشر پاچاموتو ایلانګووان د خپلې پینځه کلنې دورې د پوره کولو په وخت ویلي، چې پاکستان او هند باید د اوبو دا شخړه تر خپل منځ په دوه اړخیزه توګه هواره کړي:

"دواړه هند او پاکستان باید را مخته شي او دواړه دا پرېکړه وکړي چې کوم انتخاب کوي".

ښاغلی ایلانګووان وایي پاکستان ترې غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې یو منځګړی عدالت (کورټ آف اربیټرېشن) وټاکي خو وایي‌ هند بیا په دې لټه کې دی چې د اوبو او بجلۍ د دوو منصوبو پر سر د دې شخړې د هواري لپاره داسې بې طرفه څوک پیدا کړي چې په دې برخه کې مهارت لري.

سره له دې چې نړیوال بېنک د پاکستان او هند تر منځ د اوبو پر سر په 1960م کال کې د انډس واټر ټرېټي یا د اباسین د اوبو تړون برخه وو او د پاکستان په غوښتنه یې څلور کاله د منځګړي عدالت کردار تر سره کړی، خو د نړیوال بېنک ځایي مشر وایي اوس دا کار نه شي کولای.

پاچاموتو ایلانګوووان وایي د دواړو هېوادونو تر منځ د متضادو دریځونو له کبله نړیوال بېنک دوی ته اسانتیا برابروله چې اختلافات ختم کړي او مخته ولاړ شي، خو وایي د دوی تر منځ د اوبو په تړون کې هیڅ داسې ماده نه شته چې نړیوال بېنک په دې اړه یوه ازاده پرېکړه وکړي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې نړیوال بېنک له پاکستان سره ژمنه کړې وه چې په سیند تاس کې به په پرمختیایي کارونو کې برخه اخلي، خو وایي تر اوسه یې د دیامر باشا ډېم لپاره فنډ نه دی ورکړی.

د نړیوال بېنک ځایي مشر ښاغلي ایلانګووان د دې خبرې په جواب کې ویلي چې دوی په پاکستان کې په اباسین دریاب باندې له نورو منصوبو لکه داسو اول او داسو دویم ډېمونو سره مرسته کوله، خو وایي هند د دیامر باشا ډېم پر مځکه اعتراض وکړ ځکه نو وایي دا د نړیوال بېنک پالیسي نه ده چې پر لانجمنه مځکه له منصوبو سره مرسته وکړي.

پاکستان له لومړۍ ورځې له نړیوال بېنکه غواړي چې خپله ذمه واري وپېژني او هند په دې مجبوره کړي چې د 1960م کال د سیند تاس تړون له مخې د اوبو او بجلۍ پر دوو منصوبو د دوی اندېښنې پر ځای کړي، چې یوه د 330 میګاواټه بجلۍ د کشن ګنګا او بله د 850 مېګاواټه بجلۍ رتلي منصوبه ده.

هند د کشن ګنګا منصوبه په 2016م کال کې هغه وخت بشپړه کړې وه چې نړیوال بېنک د منځګړي عدالت (سي او اې) د جوړولو بهیر درولی وو، چې پاکستان یې د جوړېدو غوښتنه کړې وه. هند د پاکستان د غوښتنې په جواب کې د بې طرفه ماهر غوښتنه کړې وه.

کشن ګنګا د جهلم یو معاون یا ورګډ شوی سیند دی چې په پاکستان کې ورته د نیلم سیند ویل کیږي. پاکستان وایي دا پروژه د سیند تاس تړون سرغړونه ده ځکه چې په جوړېدو به یې د نیلم سیند اوبه هم کمې شي او د کشن ګنګا لاره به هم ورسره بدله شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG