لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ نوی مشر نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ نوی مشر وولکن بازکیر د اګست پر 9مه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي، چې ټاکل شوې هلته به له پاکستاني چارواکو سره پر امن، سلامتي، پرمختیا او بشري حقونو خبرې کوي.

ښاغلي وولکن بازکیر پر خپله ټویټ پاڼه لیکلي چې اسلام اباد ته دغه سفر د پاکستان په بلنه کوي "د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 75مې دورې د منتخب صدر په توګه له معمول سره سم زه څو هېوادونو ته د هغوی په بلنه سفر کوم، سبا [اتوار- یکشنبه] اسلام باد ته ځم، چې پاکستان ته زما ځنډېدلی سفر تر سره کړم".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د وولکن بازکیر ورتګ تایید کړی او په یوه بیان کې یې ویلي، چې خارجه وزیر شاه محمود قرېشي به له هغه سره ویني او د ملګرو ملتونو پر درې مهمو اړخونو امن، پرمختګ او بشري حقونو به هراړخیزې خبرې ورسره کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ مشر به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره هم وویني.

د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي، پاکستان به د نړیوال امنیت او سلامتۍ خصوصاً په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت ساتلو په چارو کې خپل پیاوړی او بنیادي رول هم له ښاغلي وولکن بازکیر سره یاد کړي.

ترکي سفارتکار وولکن بازکیر د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 75مې دورې د مشر په توګه په تېره جون میاشت کې منتخب شوی وو او سږ به د ملګرو ملتونو د پینځه اویایمې کلیزې په مهال د جنرل اسمبلۍ مشري کوي.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی بازکیر د جولای پر 26مه پاکستان ته سفر وکړي خو په پرواز کې د څه ټیکنیکي خرابۍ له کبله یې سفر ځنډېدلی وو. ښاغلي بازکیر په جولای کې پاکستان ته د سفر د ځنډېدو په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي وو:

"هیله من یم پاکستان ته ژر لاړ شم او له پاکستاني چارواکو سره پر هغو موضوعاتو خبرې وکړم چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د 75مې دورې په ایجنډه کې شامل دي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له ښاغلي بازکیر سره به د نورو موضوعاتو تر څنګ د کشمیر پر شخړه هم خبرې کوي او د پاکستان دریځ به ورته وړاندې کوي، چې وایي د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې "د بشري حقونو حالت ډېر خراب" دی.

پاکستان له ملګرو ملتونو غواړي چې د کشمیر د شخړې په هوارۍ کې خپل رول تر سره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG