لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت: روانه میاشت به د سیپېک منصوبې رشکۍ اقتصادي مرکز لوظنامه لاسلیک شي


مردان ــــ د خیبرپښتونخوا حکومت د دې خبرې پخلی کړی چې روانه مياشت به د چين او پاکستان تر منځ په رشکۍ ځانګړي اقتصادي مرکز يا زون کې د پرمختيا لوظنامه لاسليک شي او په دغه ځای کې به د کارخانو په جوړولو لاس پورې شي.

د خېبرپښتونخوا د اقتصادي مرکزونو د پرمختيا مشر جاوېد خټک په دې اړه وايي له وړاندې دلته پرمختيايي کارونه روان دي، صوبايي حکومت دې ته خپلې تيارۍ نيولې دي او له دې منصوبې سره به په صوبه کې د پرمختيا نوې لارې پرانیستل شي.

نوموړی وايي د سي پېک يا چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مرکز سره به څلور لکه ځايي خلکو ته د روزګار موقعې هم تر لاسه شي.

جاوید خټک د لوظنامې په اړه وايي دا به د اګست تر اخره لاسليک کېږي او په دې لړ کې به د وزيراعظم عمران خان په صلاح مشوره وخت ټاکي. په دې منصوبه کې به شاوخوا درې يا څلور اربه سرمايه کاري کېږي.

د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د منصوبې لاندې جوړېدونکي دې مرکز لپاره صوبايي حکومت له وړاندې 2000 جریبه ځمکه اخستې ده.

د پېښور اسلام اباد موټروې په غاړه په رشکۍ سيمه کې د حکومت له خوا دلته پرمختيايي کارونه هم پیل شوي.

بل اړخ ته د سيپېک منصوبې مشر عاصم سليم باجوه ويلي، د سيپېک دویمه مرحله په اخري پړاو کې ده او د اګست په پای کې به د رشکۍ خصوصي اقتصادي زون معاهده لاسليک شي.

د نوموړي په وينا د ګوادر په شمول د بلوچستان په نورو سيمو کې هم د سیپېک د پرمختيا منصوبې روانې دي.

بل اړخ ته ځينې رپورټونه وايي د رشکۍ خصوصي اقتصادي زون په منصوبه کې سرمايه کارو ته د بجلۍ او ټېکسونو په مد کې ګڼ شمېر اسانتياوې هم ورکړل شوې دي چې له امله يې دا فکر هم مخې ته راغلی چې ځايي کارخانې به د دوی په پرتله وروسته پاتې شي.

د کارخانه دارو پخوانی مشر سجاد خان وايي، که دا کارخانې په مقامي منډۍ يا بازار کې هم خپل څيزونه ورکوي او مقامي صنعت ته دغه اسانتياوې نه ورکول کېږي نو له دې سره به لوی زيان مخې ته راشي.

دی وايي په دې لړ کې دوی حکومت ته يو شمېر سپارښتنې کړې دي خو لا هم دا واضحه نه ده چې د سيپېک لاندې کارخانې به د کوم نوعيت وي او مقامي صنعتونو ته به څه ورکول کېږي.

بل اړخ ته صوبايي حکومت دا هم ويلي دوی پلان لري چې په نوښار، چترال او غازي کې نور اقتصادي مرکزونه پرانيزي او د نوښار په جلوزۍ سيمه کې له وړاندې په دې کار هم روان دی.

صوبايي حکومت دا دعوه هم کوي چې د رشکۍ خصوصي اقتصادي مرکز به يواځې د برامداتو لپاره کارول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG