لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چين او پاکستان تر منځ تجارتي لار په عارضي توګه خلاصه شوې


پېښور ــــ د پاکستان او چين تر منځ د سست پله يا خنجراب پاس تجارتي لاره چې تېر کال په ژمي کې د واورو او وروسته د کرونا وایرس له کبله بنده شوې وه تر څو میاشتو وروسته يو وارې بيا د تجارتي ټرکونو لپاره پرانستل شوې ده.

د پاکستان د وزيراعظم د تجارت سلاکار عبدالرزاق داوود وي او اې ډيوه سره د خبرو په مهال د پولې پرانیستل کېدو پخلی کړی خو وایي دا پوله په مستقله توګه نه بلکې په عارضي ډول پرانیستل شوې او مقصد يې د هغو تجارتي ټرکونو را رسول دي چې د پاکستاني تاجرانو وو او دغه مالونه له کرونا وبا وروسته د پولې تړلو په نتيحه کې ایسار شوي وو.

عبدالرزاق داود زياته کړه چه کله دغه ايسار ټرکونه د پولې دې خوا را واوړي نو د خنجراب پاس تجارتي لار به بيرته وتړل شي:

"چین ته چې زموږ کومه مېوه ځي او له چینه چې پاکستان ته یو څه مال راځي دغه ټرکونه هغې غاړې ته ایسار وو د هغه لپاره پوله پرانیستل شوې ده په څو ورځو کې به بیرته بنده شي".

د ګلګت انتظاميې کمشنر ممتاز احمد وي او اې ډيوه ته د شوو حفاظتي انتظامونو په اړه وويل، موږ د صحت ټيمونه پر ځای کړي دي او د را روانو ټرکونو د پاسه د کرونا ويرس پر ضد دوايانې شیندل کېږي. نوموړي وويل:

"تقریباً 50 ټرکونه د چين لوري ته ايسار وو چې په دغو کې پینځه ټرکونه را رسېدلي دي او نور به هم په شلو ورځو کې را واوړي".

ممتاز احمد وويل د ګلګت سره نزدې د چين په سنکيانګ او کاشغر کې د کرونا وایرس د تازه پېښو له وجې يې مکمل احتياطي تدبيرونه خپل کړي. نوموړي په ډاګه کړه، کله چې په چین کې ټول ایسار شوي ټرکونه را واوړي له هغې وروسته به د خنجراب پوله بيا وتړل شي.

د تجارت سلاکار عبدالرزاق داود په یوه ټویټ کې لیکلي، د پاکستان د کاروباریانو خصوصاً د ګلګت بلتستان د خلکو له اوږدې مودې غوښتنه وه چې چې د چین پاکستان تجارتي لاره پرانیستل شي.

ياده دې وي د چين او پاکستان تر منځه د خنجراب پوله تير کال 2019م د اکتوبر په لومړۍ نيټه تړل شوې وه چې د اګست په څلورمه د چين او پاکستان حکومت له لوري په عارضي توګه بيا پرانیستل شوې.

XS
SM
MD
LG