واشنګټن ــــ د لبنان په پایتخت بېروت کې د تېرې اوونۍ د خونړیو چاودنو په ضد پرون زرګونه کسان د حکومت په ضد سړکونو ته د احتجاج په توګه را وتلي چې پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکو ګېس غورځولی دی.
په بېروت کې د امریکې سفارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، د امریکا حکومت د احتجاج کوونکو ملاتړ کوي چې ځکه چې وایي سوله ییز احتجاج د هغوی حق دی او پر هغوی یې ټینګار کړی چې له تشدده لاس واخلي.
رپوټونه وایي لومړی یوه وړه ډله خلکو په بېروت کې احتجاج پیل کړ او په ښار کې یې پر امنیتي پولیسو له دې کبله کاڼي ورول پیل کړل، چې غوښتل یې هلته تر پرتو بلاکونو د پارلمان د ودانۍ خواته تېر شي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
د پولیسو ویاند وایي له مظاهره چیانو سره په هړ دوړ کې یو پولیس افسر هغه وخت مړ شوی چې مظاهره چیانو په یوه ودانۍ کې ورپسې وو او هغه هڅه کوله په لیفټ کې کښته شي خو لیفټ لوېدلی دی.
مظاهره چیان د لبنان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته هم ور ننوتي او هلته یې شیان مات کړي او ځینې یې د بېروت ښار پر "شهیدانو چوک" را غونډ شوي او د حکومت په ضد یې شعارونه ورکول چې یو پکې دا وو "خلک د دې حکومت ختمېدل غواړي".
احتجاج کوونکو د پولیسو هغه ټرک ته هم اور اچولی چې د خارجه وزارت د ودانۍ پر لور یې د دوی مخه نیولې وه.
د احتجاج په مهال د پولیسو د اوښکې بهوونکي ګېس او ربړي ګولیو له کبله ګڼ شمېر احتجاج کوونکي ټپیان شوي هم دي. د سره صلیب مرستندویه اداره وایي تر یو درځن زیات احتجاج کوونکي یې روغتونونو ته یووړل او د ځینو یې هملته پر سړکونو مرهم پټۍ وکړه.
دغو احتجاجونو مقصد د تېرې نهې- سه شنبې د ورځې د سترو چاودنو د مخنیوي په برخه کې د حکومت د ناکامۍ په ضد د غصې او په چاودنو کې د زرګونو لبنانیانو د مرګ ژوبلې په ضد له قهره ډک اظهار کول وو.
په بېروت کې د تېرې اوونۍ په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر 158 او د ټپیانو شمېر تر پینځه زره زیات دی چې لا هم تر درملنې لاندې دي او کېدای شي د مړیو شمېر تر دې هم زیات شي.
د لبنان وزیراعظم حسن دیاب د جمعې په ورځ وویل یوه قانوني مسوده به تیاره کړي چې له مخې یې انتخابات تر وخت مخکې وشي او وایي تر دوو میاشتو پورې به نور هم پر خپله چوکۍ پاته شي چې سیاسي مشرانو ته د بنیادي اصلاحاتو موقع ورکړي.
په بېروت کې دغه احتجاجونه په داسې حال کې شوي چې د امریکې په ګډون ډېرو نورو هېوادونو لکه روس، برتانیې، فرانس، اسټرېلیا، هنګري، قطر، تونیزیا او ځینو نورو هېوادونو لبنان ته د بشري او طبي مرستو تر څنګ نغدې مرستې هم ور روانې کړې دي.