واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل- دوشنبې په مازدیګر د معمول خبرې غونډې ته وینا کوله چې ناببره تر سپینې ماڼۍ وروسته د ډزو اوازونه واورېدل شول او هغه د خفیه سروس ایجنټ له خوا د خبري غونډې له ځایه و ایستل شو.
تر څو منټو وروسته خبري غونډې ته تر بیرته را ستنېدو وروسته ولسمشر ټرمپ وویل "له سپینې ماڼۍ وروسته ډزې وې، ښکاري چې سمه یې مخه نیول شوې، د خفیه ایجسنۍ د کسانو مننه کوم، یو څوک روغتون ته وړل شوی له حالته یې خبر نه یم، ښکاري چې دغه تن د خفیه ایجنسۍ کسانو ویشتلی دی".
بل لور ته د خفیه ایجنسۍ د یونیفارم څانګې مشر ټام سلیوین تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، دغه 51 کلن تن وسله د خفیه ایجنسۍ د یوه افسر خواته ورغلی او ورته ویلي یې دي چې له ده سره وسله ده:
"مشکوک تن بیا را تاو شو، د افسر خواته یې ور منډه کړه او بیا یې په فاتحانه انداز له خپلو جامو یو شی وغورځاوه، بیا یې داسې بڼه خپله کړه لکه ډزې چې کوي، د خفیه ایجنسۍ تن خپله وسله را ایستلې او دغه تن یې پر بدن ویشتلی".
د رپوټونو له مخې بیا د خفیه ایجنسۍ افسر او هغه تن چې ده ورباندې ډزې کړې دواړه روغتون ته وړل شوي دي. د خفیه ایجنسۍ مشر سلیوین د خبریالانو پوښتنې جواب نه کړې او دا یې ونه ویل چې آیا مشکوک تن وسله لرله، ډزې یې په کړې او افسر هم ټپي شوی که څنګه.
د واشنګټن ډي سي د اور او بیړنیو روغتیایي خدمتونو ادارې په وینا، د دوی څانګو د یو تن درملنه کړې چې وایي په ډزو د بدن پاسنۍ برخه برسېرنه ټپي شوې ده.
د خفیه ایجنسۍ د مشر په وینا دغه ډزې د پایتخت واشنګټن ډي سي په اوولسمه کوڅه او پینسلوانیا سړک باندې شوې دي، چې له سپینۍ ماڼۍ سره ډېره نیژدې فاصله لري.
دغه ډزې د ولسمشر ټرمپ په خبري غونډه کې ناست یوه خبریال اورېدلې دي، هغه د ولسمشر ټرمپ د پوښتنې په جواب کې چې ده څه واورېدل وویل "ما دوې پرله پسې ډزې هغه وخت واورېدې چې ته د سټېج مخې ته راغلې".
ولسمشر ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل، څنګه چې دوی حیران دي دی هم حیران دی خو وایي هر څه په کنټرول کې دي. د خفیه ایجنسۍ کسانو تر اوسه د پېښې د سبب په اړه څه نه دي ویلي.