لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - اسپانیه په لویدیځې اروپا کې د کورونا د زیاتو پېښو له امله له برتانیې څخه هم مخکې شوې ده.

د اسپانیې ځینې روغتیا پوهان ددغه زیاتوالي پړه پر حکومت اچوي چې د دوی په وینا سمه تګلاره نه لري.

روغتیا پوهان همدارنګه د اسپانیې ټولنه هم په دې ملامتوي چې د اوړي د رخصتیو لمانځلو سره لیوالتیا لري او په ګڼ شمېر سره راټولېږی.

خو حکومت د کورونا په وړاندې له خپل غبرګون ښودلو څخه دفاع کوي.

حکومت وروسته له دې چې روغتیا پوهانو یې په سیاستونو باندې نیوکې وکړې په یو بیان کې وویل، "د کورونا وبا د کنټرول په لاره کې مناسب تدابیر نیول شوي دي."

په بیان کې وړاندې راغلي دي چې له شمېرو څرګندېږي چې مونږ د کورونا وایرس په موندلو او څارلو کې ډېر فعال وو.

په اسپانیه کې د کورونا ۳۷۰۰۰۰ پېښې او په برتانیه کې ۳۱۱۰۰۰ دي. خو په برتانیه کې بیا له اسپانیې څخه زیات کسان مړه شوي‌ دي.

په برتانیه کې ۴۶۵۰۰ او په اسپانیه کې ۲۸۵۰۰ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.

‌په اسپانیه کې وروسته له هاغې د کورونا پېښې زیاتې شوې کله چې یې د کورونا سخت لګېدلی لاک ډاون لېرې کړ.

په امریکا کې بیا له اسپانې او برتانې دواړو څخه زیات کسان په کورونا اخته شوي دي چې شمېر یې تر پنځه میلینو اوړي او د مړو شمېر ۱۶۶۰۰۰ ته رسېږي.

په امریکا کې فلورېډا په رغتونونو کې د کورونا د زیاتو ناروغانو د داخلېدو له امله تېره اونۍ ریکارډ جوړ کړ.

په دغه ایالت کې د اګسټ له دوهمې څخه تر نهمې پورې ۳۳۵۵ کسان په روغتونونو کې داخل شوي دي.‌

په فلورېډا کې ټولټال ۵۳۷۰۰۰ کسان په کورونا اخته او ۸۲۸۲ کسان مړه شوي دي.

یواځې په کالیفورنیا کې له فلورېډا څخه د کورونا پېښې زیاتې دي چې ۵۷۳۰۰۰ ته رسېږي او د مړو شمېر پکې تر لسو زرو اوړي.‌

‌په فلورېډا کې روغتیايي چارواکي ددغه ځای په والي ران ډیسنټیز باندې تور لګوي چې زیات پام یې د ټرمپ خوشحاله کولو ته اړولی وو ددې پر ځای چې په ټول ایالت کې د خلکو لخوا د ماسکونو تړل لازمي کړي.

بل پلو د کوچنیانو لپاره د امریکا ایکاډیمي او د کوچنیانو د روغتونونو ټولنې راپور ورکړی چې په تېره میاشت کې په کورونا د اخته ماشومانو شمېر هم زیات شوی.

‌دوی وایي، د جولای په وروستیو دوو اونیو کې تر یو لکو زیات ماشومان ناروغ شوي دي.‌

ډاکټران وايي، په ماشومانو کې کورونا نرمه تېرېږي خو بیا هم لویانو او زړو خلکو ته یې انتقالولی شي.

د امریکا په نیو جرسي ایالت کې پولیسو په یو کور کې هغه پارټي خرابه کړې ده چېرې چې نېږدې ۳۰۰ کسان راټول شوي وو.

ددغه ایالت والي هغه کسان سخت سري بللي چې ماسکونه نه تړي او د خلکو ترمنځ ټولنیز واټن نه ساتي.

اسوسېټېډ پریس خبري اداره لیکي چې نېږدې ۵۰ روغتیايي چارواکي د سیاستوالو د فشار له امله یا له دندو لېرې کړای شوي او یا یې خپله دنده پریښي ده.

له ځینو هغو سره چې خلک یې لاک ډاون او ماسکونو ته هڅول تاوتریخوالی هم شوی.

په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر شل میلیونه او درې لکو او د مړو شمېر ۷۴۰۰۰۰ ته نېږدې شوی دی. دغه ډول په امریکا کې پرې پنځه میلینه او دوه نیم لکه کسان اخته او ۱۶۶۰۰۰ مړه شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG