لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د مسلم لیګ نواز ګوند غړو او پولیسو نښته، مریم نواز پولیس په کاڼو ویشتلو تورنوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان د احتساب مرکزي ادارې (نېب) نن د پنجاب په لاهور ښار کې له خپل دفتره بهر له پولیسو سره د مسلم لیګ نواز ګوند د غړو نښته د سرکار په کار کې لاسوهنه ګڼلې او د مریم نواز پېشي یې ځنډولې ده خو مریم نواز د دې نښتې تور پر پولیسو لګولی دی.

د احتساب ادارې نن د نهې- سه شنبې په ورځ د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره او د پخواني وزیراعظم نوازشریف لور مریم نواز د سرکاري مځکې د غیرقانوني خرڅولو په مقدمه کې د بیان ورکولو لپاره وربللې وه.

رسنۍ وایي مریم نواز چې کله د ګوند د پلویانو په بدرګه د نېب دفتر ته ورسېده نو هلته یې د ګوند ګڼ شمېر نور خلک هم موجود وو او هغوی د حکومت په ضد نعرې پیل کړې او د سړک په منځ کې د پرتو خنډونو د لرې کولو هڅه یې وکړه چې پولیسو یې د وېشلو لپاره اوښکې بهوونکی ګېس ورباندې وغورځاوه.

د مسلم لیګ ن ګوند غړو او پولیسو بیا یو بل په ډبرو ویشتلي او د نښتې په مهال پولیسو د دې ګوند تر دېرش زیات کسان نیولي دي.

مریم نواز یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي پولیس کاڼي ولي. هغه تور لګوي چې د پېښې په مهال پولیسو د دې مرمۍ ضد موټر په ډبرو ویشتلی او ښیښه یې ور ماته کړې ده. هغه وایي که یې موټر مرمۍ ضد نه وای ډېر تاوان به ور اړول شوی وای. مریم نواز په یوه ټویټ کې لیکلي:

"ټول همدا وایي چې د مرمۍ ضد موټر ښیښه په کاڼي نه ماتېږي، دا په ښکاره ډول ماته د سخت تاوان را رسولو هڅه وه".

بل لور ته د احتساب ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مریم نواز یې یواځې د خپل بیان د ورکولو لپاره ور بللې وه خو وایي د ګوند د ګڼ شمېر غړو په وسیله یې په منظم انداز د ورانکارۍ مظاهره وکړه.

د احتساب ادارې په بیان کې دعوه شوې چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړو د پېښې په مهال د دفتر ودانۍ ته زیان رسولی، د کړکیو ښیښې یې ور ماتې کړې دي او د دفتر ځینې کارکوونکي یې ټپي کړي دي.

نېب وایي د مریم نواز د بیان ریکارډول یې ځنډولي او پرېکړه یې کړې چې د هغې د ګوند د غړو په ضد به مقدمه درج کوي او د سرکار په قانوني کار کې د لاسوهنې په اړه به یې پلټنه کوي.

مریم نواز تر پېښې وروسته د ګوند له یوه مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره خبري غونډې ته په وینا کې دا تور رد کړ، چې ګواکې سرکاري مځکه یې په ارزانه بیه اخیستې او وایي د خپل جواب د ریکارډولو لپاره نېب دفتر ته ورغلې وه خو تر یوې ګنټې انتظار وروسته هم د دې بیان وا نه خیستل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG