لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د ګليات سیمې د نايابه پړانګانو ورک بچي پنجاب ته کاچاک شوي


پېښور ــــ د خيبر پښتونخوا د ځنګلي حیوانانو د حفاظت ادارې تر مخه د صوبې غريیزې ګليات سيمې څخه درې ورځې وړاندې ورک شوي د نايابه پړانګ درې بچي پنجاب ته کاچاک شوي دي.

د ادارې چيف کنزرويټر يا ايالتي مشر ډاکټر محسن فاروق وي۔او۔اې ډيوه ته د دغه دعوې په اړوند تفصيل ښودلو په وخت وويل، درې ورځې وړاندې د پنجاب او خيبر پښتونخوا په پوله يو ماده پړاګ ووژل شوه او درې بچي يې بيا په غيرقانوني توګه اوچت کړای شول.

د ځنګلي ژویو یا حیواناتو د حفاظت ادارې د مقدمې درج کولو وروسته پلټنې روانې کړې او د ماده پړانګ د وژنې په تور ککړ دوه تنان يې هم ونيول. ډاکټر محسن وويل له نيول شویو تنانو معلومه شوې چې د پړانګ بچي پنجاب ته کاچاک شوي دي:

"موږ په دې اړه پلټنې تيزې کړې دي او زر به کاچاک کوونکو ته ورسېږو، د پړانګ دغه بچي به بيرته را پيدا کوو".

د برفاني او عام پړانګ نسل چې په نړۍ کې نايابه ګرځول شوی او د ځنګلي ژوو د حفاظت د ادارې له لوري د ګليات په غرونو او ناران سره په شا د غرونو په لړۍ کې دغه د پړانګانو د استوګنې ځای ټاکل شوی چې ياده اداره يې څارنه کوي.

ډاکټر محسن وويل د پنجاب صوبې مالداره کورنۍ د نايابه ځناورو په شخصي پنجرو کې د ساتنې شوق کوي او بيا ځکه د دغو پړانګانو د خرڅون لړۍ هم روانه شوې ده.

د ځنګلي ژوند په هکله تحقيق کوونکي وايي د وروستۍ لسيزې په مهال د انسان او ځنګلي ځناورو خپلمنځي جګرې پېښېدو په نتيجه کې هم يو خوا که په لسګونو پړانګانو ته زيان رسېدلی نو بل خوا په انساني ابادۍ باندې د پړانګانو د بريدونو په نتيجه کې هم يو شمېر انسانان وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د خيبر پښتونخوا د ځنګلي حیواناتو د حفاظت اداره پنجاب ته د نايابه پړانګانو د غیرقانوني‌ کاچاک دعوه کړې ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG