لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په بونېر کې د درو بچو مور په کورني تشدد کې وژل شوې


RTXZIEI
RTXZIEI

واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا د بونېر ضلعې ځايي پوليس وايي د بونېر په ګېراړۍ کلي کې تېره اوونۍ د درو بچو مور ياسمين بي بي په کورني تاوتريخوالي کې وژل شوې خو سخرګنۍ يې دې ته د ځانوژنې نوم ورکړی دی.

د ياسمين بي بي پلار عبدالواجد وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل، لور يې خپل خاوند او لېور په شريکه تېزندۍ کړې او بيا يې ده ته سوال ځواب لېږلی وو چې لور يې پخپله ځان وژلی او زياته يې کړه دا يقين نه شي کولی چې بچۍ يې خودکشي کړې ده.

د جوړ تاڼې ايس اېچ او خالد خان وایي د دې پېښې مقدمه د اګست په اتمه درج شوې ده. له ښاغلي خالد خان نه چې ‌‌‌‌‌‌ډيوه و پوښتل د پوليس تفتيش څه وايي ياسمين بي بي ځان وژنه کړې ده که وژلې شوې ده؟ نو هغه وويل:

"زما د معلوماتو تر مخه دا د 302 مقدمه ده او حالات او واقعات نخښې نښانې دا ښايي چې دا قتل دی".

د ياسمين د خون بخښلو او قاتل معاف کولو په اړه چې مو د عبدالواجد نه وپوښتل نو وايي "‌‌‌‌‌‌ډېر ناچاره او غريب يم خو معاف کوم يې نه، ما سره ظلم شوی او ما سره دې انصاف وشي".

پوليس افسر خالد خان وويل د جينۍ د پلار په رپورټ يې د مرګ مقدمه درج کړې او دواړه ملزمان يې هم هغه وخت نيولي او هغه رسۍ يې هم پيدا کړې په کومه چې وژل شوې ښځه تېزندۍ کړل شوې وه.

عبدلواجد وايي د وژل شوې لور د پوسټمارټم لا مېډیکل رپورټ يې شوی او باوري دی انصاف به ورسره کيږي.

د کورني تشدد او د ناموس په نوم وژنو په اړه چې مو د بشري حقونو او په خصوصي توګه د ښځو د حقونو مبارزې ثنا اعجاز نه وپوښتل نو هغه وايي، د بد بختۍ نه په پښتنه ټولنه کې په ښځو کورنی تشدد کول د سړي د طاقت او زورورتيا سېمبل منل کيږي:

"په ښځه تور لګول او په چا د مذهب د سپکاوي نوم پورې کول نورو ته د دوی د وژلو د اختيار ورکولو په معنا دي".

ثنا اعجاز وايي په ټولنه کې ښځه نيم انسان ګڼل کېږي او پښتانه د بدو خويونو د پرېښودلو په ځای دغه خويونه لا پسې خوندي کوي او وايي که ريکار‌‌‌‌‌‌ډ وکتل شي نو په قدرتي افتونو کې دومره ښځې نه مري څومره چې هر کال په کورني تشدد کې وژل کيږي.

د بشري حقونو د څار ادارې ملګرو ملتونو ته په خپل تازه رپورټ کې د کرونا وايرس د لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون په اړه ليکلي چې له امله يې په ښځو د کورني تشدد کچه سېوا شوې او "که حکومتونو يې سملاسي د مخنيوي ګامونه وانه خیستل نو په جنسي بنياد د تشدد زياتوالی به د يو داسې حقيقت د پټولو خطر جوړ شي چې ښځې يې په تياره لا د ټولنې په ګوښه برخو کې ګالي".

کله چې مو د قانون پوه ممتاز خان نه وپوښتل چې د کورني تشدد او ناموسي وژنو په اړه عدالت څومره انصاف ورکولای شي نو هغه وايي "د مقدمې بنياد يو ښه او پيشه ور تفتيش ته اړتيا لري او د اکثره تفتيش پوليس افسرانو نه خو هغه تربيت او نه هغه تعليم شته نو ځکه په داسې کېسونو کې د عدالت نه د انصاف کچه صفر ده".

ښاغلی ممتاز خان وايي د ناموسي وژنو په مقدمو کې خو ملزم که مجرم هم وي د خپلې کورنۍ مشران يې وبخښي ځکه که هر څو هم شريعت او د ملک قانون د خوښې د واده پلوي کوي خو بيا هم د تښتېدلې جينۍ او هلک د ناموس په نوم وژنه د کورنۍ عزت منل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG