لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسان الله احسان: د پاکستان له پوځه ځکه وتښتېدم چې د وژونکې ډلې مشري یې رانه غوښته


واشنګټن ــــ د پاکستان د غیرقانونه ګرځول شوو وسلوالو ډلو تحریکِ طالبان او جماعت الاحرار پخوانی ویاند احسان الله احسان وایي، پوځ ورته د اوسېدو لپاره په پېښور کې ځای ورکړی وو خو وایي‌ له هغه ځایه ځکه وتښتېد چې پوځ ورسره کړې ژمنې پوره نه کړې او د خلکو د وژنو د ډلې د مشرۍ غوښتنه یې ځنې کړې وه خو پوځ یې دا دعوې رد کړې دي.

وي او اې ډيوه ته د احسان الله احسان د تورونو ته په جواب کې د پاکستان پوځ ويلي، "د احسان الله احسان ټول تورونه او دعوې په بشپړه توګه بې بنیاده دي او په کلکه یې ردوو".

احسان الله احسان- چې اصلي نوم یې لیاقت علي دی- د اګست پر لسمه پر ټولنیزو رسنیو ممکنه خپل یو ږغیز پیغام خپور کړ، چې پکې د پاکستان پوځ ته د تسلیمېدو او ورڅخه د تښتېدو کیسه کوي. هغه تور پورې کړی وایي‌ پوځ ورڅخه ډېرې غوښتنې کولې خو ده ورته انکار وکړ:

"یوه غوښتنه یې دا وه چې ماته یې ویل ته د یو ډیت سکواډ [د وژنې د ډلې] مشري وکړه او په دې کې به د ټي ټي پي د پخوانیو تسلیم شویو غړو یا د پاکستان د ملاتړو جهادي تنظیمونو کسان وي، ماته یې وویل په پېښور، مردان او کوټه کې به پټ دفترونه در جوړ کړو، ته د غدارانو او ملک دښمنانو خلاف کار شروع کړه".

احسان الله احسان وایي پوځ د یوه تړون له مخې ورسره منلې وه چې د ده خلاف به کومه مقدمه نه جوړېږي او زړې مقدمې به یې ختمېږي، په جېل یا اذیت خانه کې به نه ساتل کېږي، مالي مرسته به ورسره کېږي او سفري بندیزونه به ورباندې نه لګېږي خو وایي دا یوه خبره یې ورسره ونه منله. نوموړي د خپلو دغو دعوو او ثبوتونو لپاره کوم ثبوت لا تر اوسه نه دی خپور کړی:

"ماته چې د کومو کسانو [د وژنې] فهرست راکړل شوی وو په هغوی کې اکثر کسان د خیبرپښتونخوا وو او ټول پښتانه وو، چې د ژوند له هرې څانګې سره د تړلو کسانو نومونه پکې شامل وو او د ځینو خبریالانو نومونه هم پکې وو".

د پوځ یو پخوانی افسر او دفاعي څېړونکی طلعت مسعود وایي، د احسان الله احسان بیان به څومره د باوړ وړ وي خو وایي هغه د ګڼ شمېر خلکو خصوصاً د آرمي پبلک سکول د ماشومانو په وژنه تورن وو، نو له داسې تن سره معاهده څنګه کېدای شي:

"له داسې تن سره تړون کول او په شرطونو پرېښودل ډېر زیاتی دی او باید د دې معلومات وشي چې امنیتي ادارو دا کار وکړ که کوم بل چا، د دې بیان څه مطلب دی، دی څنګه پرېښودل شو او له ده نه څه تمې کېدلې؟".

د پاکستان د پوځ یو بل پخوانی افسر ریټایرډ بریګېډیر سید نذیر وایي، د احسان الله احسان له بیانه داسې ښکاري چې هغه خپلې اخري لوبې ته تیار دی:

"د ده له معلوماتو ښکاري چې نه د ده په سترګو پټۍ وه، نه په تیاره کې ساتل شوی وو، نه ورباندې تشدد شوی او نه په زور ترې کار اخیستل شوی دی، نو دومره سهولیات دې چاته حاصل وي او هغه بیا واپس ځي".

احسان الله احسان وایي په تېره جنوري میاشت کې د پوځ له ولکې وتښتېد او بیا لومړی په یوه ټیکسي موټر کې د پېښور تر حاجي کېمپ اډې او بیا له هغه ځایه په بل موټر کې روان شول او په شاوخوا شلو ګنټو کې د پاکستان له حدودو و ووت خو دا یې نه دي ویلي چې کوم هېواد ته وتښتېد.

د آرمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو کورنیو په تېرو میاشتو کې احتجاج کړی او پېښور هایکورټ ته یې درخواست ورکړی چې احسان الله احسان څنګه وتښتېد، چې په جواب کې یې سرکاري وکیل عدالت ته ویلي هغه به ژر بیرته ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG