لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شکرالله عاطف د پاکستان د حکومت او پوځ د مشرانو سره د مخه ښې ليدنې کړي


په پاکستان کې د افغانستان تلونکي سفير ويلي د پاکستان د حکومتي مشرانو او د پوځ د مشر سره يې د مخه ښې ليدنې کړي او ويلي يې دي په بېلابيلو موضوعاتو يې ورسره خبرې شوي دي.

شکر الله عاطف مشعل په ټويټر ويلي، د پاکستان د صدر عارف علوي، د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي، د پاکستان د وزیراعظم د اقتصاد مشاور عبدالرزاق داؤد او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره يې ليدلي دي.

نوموړي ويلي د پاکستان د مشرتابه سره یې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزه اړيکو او سوداګرۍ ترڅنګ په افغانستان کې د سولې د خبرو په تازه پرمختګ خبرې کړي دي.

هغه ويلي د پاکستان مشرتابه په افغانستان کې په وروستيو کې د شوې لویې جرګې هرکلی کړی دی.

د صدر عارف علوي سره د ليدنې په اړه مشعل ويلي، دوی په ليدنه کې د افغان سولې د عمل او دوه اړخيزه اړيکو په غړه خبرې اترې کړي دي.

هغه ويلي د پوځ د مشر سره يې هم په دغو موضوعاتو خبرې شوي دي.

له دې وړاندې نوموړي د پښتنو سياستوالو سره هم ليدنې کړې وې.

د جولايۍ په مياشت کې مشعل په ټويټر د خپلې استعفی ورکولو ويلي ؤ.

نوموړی د کال 2018م د نومبر په مياشت کې په پاکستان کې د افغانستان سفير ټاکل شوی ؤ، د هغه نه وړاندې عمر زاخېلوال په پاکستان کې د افغانستان سفير ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG