لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتنې ښځې: پر ټولنیزو رسنیو د خلکو ځورونو او سپکاوي مو د اظهار د ازادۍ مخه نیولې


واشنګټن ــــ د پاکستان د ښځینه خبریالانو او مبصرینو تر یوې ډلې وروسته پښتنو مېرمنو هم اندېښنه څرګنده کړې چې وایي پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي او وایي ځینو یې له همدې امله سوشل مېډیا پرېیښې ده.

په پېښور پوهنتون کې د پولیټیکل ساینس څانګې یوه استاده پروفیسر نورین نصیر وایي، ټولنیزې رسنۍ د اظهار د ازادۍ او د نظر د تبادلې یو ډېر ښه ځای دی خو وایي ښځې هلته ځانونه په سکون نه احساسوي ځکه چې وایي ځورول کېږي:

"سوشل مېډیا یو داسې پلېټفارم دی چې ښځې ورباندې خپل اواز را اوچت کړي او نور خلک یې واوري خو له بده مرغه نور خلک یې اوري نه او هغوی ورته په ښکنځلو، بې عزتۍ او ځورولو سر شي".

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې شاهده شاه وایي، اکثر پښتنې جینکۍ د خپل سوچ او د رایې اظهار د چاپېره خلکو خصوصاً د خپلې کورنۍ د بندیزونو له کبله نه شي کولای:

"په کور کې د څلورو دېوالونو په منځ کې ناستې ښځې ته یوه موقع وه چې هغه بهر دنیا وویني او وپېژني او ورسره خپل اظهار هم وکړي، خو بیا له وخت سره موږ ته احساس وشي چې کورنۍ او ټولنه مو بندیزونه راباندې لګوي چې تصویر مه لګوه او خپل ځان خلکو ته مه ور پېژنه".

پروفیسر نورین نصیر وایي په سوشل مېډیا باندې داسې تکړه جینکۍ هم شته چې خپل اواز پورته کوي او پر مسئلو خبرې کوي:

"زموږ پښتنه خور ټیکنیکلي زموږ په کلچر کې ګونګۍ ده او د ټولنې له بحثونو نه غایبه هم ده، زما خیال سوشل مېډیا هغوی ته د اواز را اوچتو موقع ورکړې ده".

یوه پښتنه سیاستواله ناهید اپریدۍ- چې له خیبر ضلعې یې په تېرو عامو ټاکنو کې برخه اخیستې وه- هم دا مني چې پر ټولنیزو رسنیو ښځې ځورول کېږي، هغه وایي د سایبر جرمونو د قانون له لارې پکار دی په جینکو کې د سوشل مېډیا د کارولو شعور پیدا کړل شي:

"بالکل ښځې ځورول کېږي، غریبانې نه په خپل نوم ای ډي جوړولای شي او خپل تصویر خو بېخي نه شي ورکولای".

د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان د ښځینه خبریالانو او مبصرینو یوې ډلې په یو ګډ بیان کې ویلي وو، چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي چې وایي دې عمل د دوی د اظهار پر ازادۍ او کار ډېر منفي اغېز کړی دی. دوی په دغو ځورونو کې واکمن تحریک انصاف ګوند هم تورن کړی خو دې ګوند یې تورونه رد کړي دي.

د پاکستان په 22 کروړه ابادۍ کې ښځې د دې هېواد نیمایي برخه دي خو ډېرې لږ تعلیمیافته ښځې یې ټولنیزې رسنۍ کاروي چې د پاکستان د ډیجیټل حقونو فاونډېشن په وینا هر کال د ښځو له خوا پر سوشل مېډیا د ځورونو زرګونه شکایتونه تر لاسه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG