لاس رسیدونکی لینک

 
په امریکا کې په یوه ورځ کې له کورونا څخه ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي
تازه خبر

په امریکا کې په یوه ورځ کې له کورونا څخه ۱۵۰۰ کسان مړه شوي دي


واشنګټن – امریکايي چارواکي وايي، یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دغه هېواد کې نېږدې ۱۵۰۰ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي.‌

دا د مې له میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په امریکا کې تر اوسه پورې ټولټال له کورونا څخه تر ۱۷۰۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د مړینو دغه شمېره دا معنی هم لري چې په امریکا کې په تېرو پرلپسې دوه اونیو کې روزانه په اوسط ډول ۱۰۰۰ کسان له کورونا څخه مړه کېږي.

په امریکا کې تر اوسه پورې په کورونا باندې له ۵.۴ میلیونو او په ګرده نړۍ کې له ۲۱ میلینو څخه زیات کسان په کورونا اخته شوي دي.

د ټرمپ ادارې له روغتونونو څخه غوښتي دي چې د کورونا په اړه ټول معلومات او شمېرې د امریکا روغتیا وزارت ته واستوي.

تر اوسه پورې به دغه معلومات په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ته استول کېدې.

په ورته وخت کې په نیوزېلېنډ کې د کورونا وایرس د نوې څپې له امله لومړۍ وزیره جسینډا اردرن دې ته مجبوره شوې ده چې په اکلېنډ ښار کې یو ځل بیا لاک ډاون ولګوي.

په دغه شمالي ښار کې چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا د ۱۳ نویو پېښو راپور ورکړی.

دا په تېرو ۱۰۲ ورځو کې په نېوزېلېنډ کې د کورونا لومړنۍ نوې پېښې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG