لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 امریکا د ترهګرو انټرنیټي مالي سرچینې بندې کړې دي


واشنګټن – د امریکا د عدلیې وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکايي چارواکو هغه میلیونونه امریکايي ډالر نیولي او د کرپټو کرنسۍ په سوونو اکاونټونه یې بند کړي دي چې القاعده، داعش او د حماس پوځي څآنګې ته یې پيسې لېږلې.

دغه وزارت ویلي، د کرپټو کرنسۍ تر ۳۰۰ زیات اکاونټونه چې له یادو ترهګرو ډلو سره یې تړاو درلود ډېر ستر وو او له دې لارې ورسره خلکو مرستې کولې

لوی څارنوال ولیم بار په یو بیان کې وویل، "دا باید هېڅوک هم حیران نه کړي چې زمونږ دوښمنان عصري ټکنالوژي، ټولنیزې رسنۍ او کرپټو کرنسۍ کاروي تر څو پرې خپله له تاوتریخوالي ډکه او شیطاني اجندا پرمخ یوسي."

په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې "د عدلې وزارت به له‌ ټولو سرچینو څخه کار واخلي تر څو له ترهګرو ډلو څخه د عامو امریکایانو ژوند خوندي کړي."

د محکمې د اسنادو له مخې، نیول شوي اکاونټونه درې ترهګرو ډلو او د هغوی د ناڅرګند مرستندویانو دي چې تر ۱۵۰ زیات یې د حماس د پوځي څانګې القسم ته پیسې راټولولې.

دغه ډول د محمت اکتي او حسامېتېن کراتاس د پیسو لېږلو دوه ترکي چینلونه هم دي چې له بېټکاین څخه د پیسو په راویستلو یې له حماس سره مرسته کوله.

خبر زیاتوي، اکتي په سلګونو پېسو لېږونکو سره مرسته کړې چې شپږ یې په امریکا کې اوسېږي او یا امریکايي اکاونټونه کاروي.

د ډي سي لپاره د امریکا سرپرستې څارنوالې مېشل شېروین وویل، "که څه هم دغه کسان فکر کوي چې په دې دیجټلي فضا کې به په نامعلومه توګه فعالیت وکړي خو مونږ دا مهارت لرو چې دا ډول خلک پیدا او د قانون په رڼا کې یې محاکمه کړو."

که څه دا ښکاری چې څومره اندازه بیټکاینونه اخېتسل او پلورل شوي‌ دي خو دا نه ښکاري چې د چا له خوا دا راکړه ورکړه ترسره کېږي.‌

کارپوهانو او پالیسي جوړونکو د اوږدې مودې راهیسې دا اندېښنې راپورته کړي دي چې ترهګرې ډلې به له دغه بې نومه حالت څخه د خپلو فعالیتونو لپاره کار واخلي.‌

په دې وروستیو کلونو کې داسې څرګنده شوې ده چې داعش او د حماس القسم په نامه پوځي څانګه له بیټکاین څخه کار اخلي.

د رنډ کارپورېشن د ۲۰۱۹ کال په راپور کې راغلي دي،‌ چې ترهګرې ډلې له کرپټو کرنسۍ څخه د خپلو فعالیتونو، وسلو او نشي کاروبار لپاره کار اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG