لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شمالي کوریا کې سېلابونو 22 تنه مړه کړي او زرګونه کورونه یې تباه کړي


واشنګټن ــــ په شمالي کوریا کې شدید سېلابونه راغلي چې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره صلیب او سرې میاشتې په وینا تر اوسه پورې پکې تقریباً 22 تنه مړه شوي او څلور تنه نور لا هم ورک دي او په موندلو پسې یې پلټنه روانه ده.

په شمالي کوریا کې سېلاب په داسې وخت کې راغلی چې دا هېواد د کرونا وایرس د ور خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت ګامونه اخیستي. د دې هېواد مشر کیم جانګ اون په یوه غونډه کې ویلي، د کرونا وایرس د اندېښنې له کبله به له سېلابونو د اوښتو زیانونو لپاره بهرنۍ مرسته قبوله نه کړي.

سره صلیب د شمالي کوریا د چارواکو له خولې ویلي، چې سېلابونو فصلونو ته هم پراخ تاوانونه رسولي چې د سرکاري خبري ایجنسۍ کورین سنټرل نیوز په وینا 40 زره ایکړه فصل یې تباه کړی دی.

چارواکي وایي‌ سېلابونو 17,000 کورونه تباه کړي او یا یې ډوب کړي دي. سرکاري خبري ایجنسۍ وایي‌ "ګڼ شمېر سړکونه، پلونه او رېلوې لاینونه مات شوي، د بجلیګر یو ډېم هم مات شوی او د ملک د اقتصاد په نورو برخو کې یې هم تباهي کړې ده".

د کوریا په ټاپووزمه کې د تېرو کلونو په نسبت سږ د پشکال موسم ډېر اوږد وو او د جنوبي کوریا په ځینو برخو کې پرله پسې 49 ورځې بارانونه شوي، چې له کبله یې سېلابونه راغلي او مځکه یې ښویولې چې په نتیجه کې یې درځنونو کسان مړه شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG