لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني: کېدای شي د پاتې طالب بندیانو خوشي کېدل افغانستان او نړۍ ته خطر ولري


واشنګټن ــــ په کابل کې د لویې جرګې تر سپارښتنو وروسته افغان حکومت د پاته څلور سوه طالب بندیانو په خوشي کولو پیل کړی او له هغوی څخه یې اتیا تنه پرون په کابل کې د پل چرخي له زندانه خوشي کړي.

د افغان حکومت په وینا د طالبانو په دې وروستیو څلور سوه بندیانو کې اکثر یې هغه کسان دي چې په سنګینو جرمونو تورن دي.

که څه هم افغان ولسمشر اشرف غني د دغو بندیانو د خلاصون لپاره د لویې جرګې پر سپارښتنو لاسلیک کړی خو پرون یې د امریکې د بهرنیو اړیکو د شورا په یوه آنلاین بحث کې د طالبانو پاته څلور سوه بندیان د نړۍ لپاره خطر وبلل:

"د دغو بندیانو د خوشي‌ کولو غوښتنه امریکې وکړه، له هغه پرته مو لویه جرګه نه ده کړې، خو د بندیانو د خوشي کېدو فیصله د افغانستان خلکو کړې ده، د پاته بندیانو لیسټ کېدای شي موږ، امریکا او نړۍ ته خطر ولري، ځکه چې په دې کې د نشه یي موادو قاچاکبر او سخت مجرمین شامل دي‌، دا خبره مو له خپلو ټولو متحدینو او ملګرو سره شریکه کړې وه".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، نن رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، له هغو څلور سوه طالب بندیانو څخه چې مشورتي لویې جرګې یې د خلاصون منظوري ورکړې اتیا تنه یې خوشي کړي.

جاوید فیصل وایي د طالب بندیانو د خوشي کولو مقصد یې د بین الافغاني‌ خبرو ژر پیلېدل او دایمي ډزبندۍ ته لاره هوارول دي. وسلوالو طالبانو تر اوسه د خپلو تازه بندیانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان حکومت یوې سرچینې وي او اې ته ویلي، د بین الافغاني خبرو د لومړي پړاو خبرو لپاره د اګست 16مه ټاکل شوې وه خو وایي د بندیانو د خلاصون پر سر ځنډېدلې ده او نوې نېټه یې نه ده ټاکل شوې خو وایي د افغان حکومت مرکچي پلاوی به په راتلونکو درو څلورو ورځو کې قطر ته سفر وکړي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د کابل په پل چرخي زندان کې خپلو پاته بندیانو ته د خطر پېښېدو اندېښنه څرګنده کړې وه. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین په یوه بیان کې ویلي وو، چې داعش ډله د افغان استخباراتو او نورو چارواکو په مرسته اراده لري پر هغو طالب بندیانو بریدونه وکړي چې له دې زندانه لېږدول کېږي خو افغان چارواکو یې دا دعوه رد کړې ده.

طالبانو ویلي چې تر څو یې پاته څلور سوه بندیان نه وي خوشي شوي د سولې بین الافغاني خبرې به ځنډېدلې وي خو ځینو افغان چارواکو تمه څرګنده کړې چې شاید راتلونکې اوونۍ په قطر کې د دغو خبرو لومړی پړاو پیل شي چې وایي ایجنډه به یې همېشنۍ ډزبندي وي.

افغان ولسمشر اشرف غني پرون پخپلو خبرو کې هم وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې لومړی هدف به یې پراخه ډزبندي وي چې په دې توګه په خبرو اترو کې سیاسي روغې جوړې ته لار پیدا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG