لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د عرب اماراتو او اسرایلو تر منځ سفارتي اړیکې به خطرناکې نتیجې ولري


واشنګټن ــــ د عربي اماراتو او اسرايل تر منځ شوي سفارتي تړون ته پخپل غبرګون کې پاکستان ويلي د دې تړون راتلونکې پایلې به ډېرې خطرناکې وي.

د پاکستان خارجه دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي، دوی د عرب اماراتو او اسرايل تر منځ د سفارتي اړيکو په مکمله توګه د برابرولو تړون په اړه خبر دي خو وايي‌ دا يو داسې پرمختګ دی چې په راتلونکو وختونو کې به سنګینې نتېجې ولري.

په خبرپاڼه کې ويل شوي پاکستان د فلسطيني وګړو د قانوني حقونو او د هغوی د خپلواکۍ کلک ملاتړ کوي او دا چې په منځني ختیځ کې تلپاتی امن د پاکستان لومړۍ ترجيح ده.

پاکستان ويلي په منځني ختیځ کې د پایدار امن او انصاف لپاره تل د فلسطين او اسرايل په جدا جدا رياستي تګلاره يا ټو سټېټ سلوشن ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو تنظيم (او ای سي) او نړيوالو قانونونو سره سمه د منځني ختیځ د کشالې يو غوره حل دی.

د امریکا صدر ډانلډ‌‌ ټرمپ تېره ورځ اعلان کړی وو چې متحده عربي اماراتو او اسرایل په دې موافقه کړې چې ډیپلوماټیکې اړیکې به جوړوي.

دا پرمختګ د هغه تړون یوه برخه ده چې اسرایل له دې منع کوي چې په لوېدیځه غاړه کې قبضه کړې سیمه چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت لپاره غواړي له خپلې خاورې سره یو ځای کړي.

له دغه اعلان سره عربي متحده امارات په خلیج کې لومړنی عرب هېواد او په ټوله کې دریم عرب هېواد شو چې له اسرایلو سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړوي.

تر اوسه پورې مصر او اردن یواځیني عرب هېوادونه وو چې له اسرایلو سره یې فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې.

ټرمپ د درې واړو هېوادونو ګډه اعلامیه ټویټ کړې او بیا وروسته یې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې دا په رښتیا هم یوه تاریخي شېبه ده.

کله چې امریکا غږ له ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا د اسرایلو له خوا له خپلې خاورې سره د فلسطینیانو د ځمکې د یو ځای کولو ملاتړ کوي نو ټرمپ په مستقیمه توګه ځواب و نه وایه او ویې ویل، "مونږ له اسرایلو سره په دې اړه اوس خبرې کوو."

د اسرایلو وزیراعظم بین یامین نتن یاهو وروسته خبریالانو ته وویل، که څه هم ټرمپ له هغه غوښتي چې د لوېدیځې غاړې د یو ځای کېدو پلانونه دې پرېږدي او ځنډېدل هم خو کېنسل شوي نه دي.

ټرمپ زیاته کړې، اوس چې لاره پرانېستل شوې ده نو زه تمه لرم چې نور عرب او مسلمان هېوادونه به هم د عربي متحده اماراتو پر لاره ولاړ شي.

د اماراتو، اسرایلو او امریکا لخوا په ګډې اعلامیې کې راغلي دي، چې پلاوي به په راتلونکو څو اونیو کې سره کښیني تر څو د مستقیمو پروازونو، امنیت، مخابراتو، انرژۍ، سیلګرۍ او روغتیايي خدماتو کې له یو بل سره تړونونه لاسلیک کړي.‌

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې "د منځني ختیځ د دوو اقتصادي او پرمختللیو ټولنو لخوا د اړیکو له جوړېدو سره به اقتصاد وده وکړي،‌ ټکنالوژي به پراخه شي او د خلکو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې شي."

بیان زیاتوي، چې امارات او اسرایل همدارنګه پلان لري چې د نوي کورونا وایرس د درملنې او واکسین په برخه کې په بیړه په ګډه همکاري وکړي.

په امریکا کې د عربي متحده اماراتو سفیر ال اتیبه ویلي، په بشپړه توګه د اسرایلو او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو د سمېدلو اعلان د ډپلوماسۍ لپاره یوه بریا ده چې له امله به یې په سیمه کې فشارونه کم شي او د مثبت بدلون لپاره به نوې انرژي رامنځ ته شي.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو په یو ټویټ کې ویلي چې له عرب هېواد سره دا تړون یوه تاریخي ورځ ده.

که څه هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د شوي تړون له مخې اسرایل د لویدیځې غاړې له یوځای کولو څخه منع شوي دي خو فلسطینیانو د اوږدې مودې راهیسې له عربي هېوادونو څخه غوښتي دي چې تر هغو دې له اسرایلو سره ډپلوماټیکې اړیکې نه جوړوي تر څو د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو تړون ته سره رسېدلي نه وي.‌

په فلسطین کې اورپکې ډلې حماس چې د غزې د تراډې کنټرول لري ویلي دي، دغه تړون چې عربي متحده امارات پکې ښکېل دي زمونږ پر خلکو د شا له لوري د چاړې ګوزار دی.

د ایران مذهبي مشرانو که څه هم تر اوسه پورې د دغه تړون په اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد د تسنیم خبري ادارې ویلي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نورمال کېدل شرمونکي دي.

دغه تړون په امریکا کې د نومبر له ټاکنو مخکې ټرمپ ته یوه نادره سیاسي لاسته راوړنه بريښي.

د ډیموکراټانو کاندید جوبایډن ویلي، دی به د اسرایلو له ټولو هغو هڅو سره مخالفت وکړي چې غواړی هغه ځمکې له ځان سره یوځای کړي چې فلسطینیان یې غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG