لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عرب اماراتو او اسرايل ترمنځ د ټيليفون اړيکې په ځای شوي


uae
uae

د رويټرز ترمخه د متحده عرب اماراتو او اسرايل د بهرنيو چارو وزيرانو په لومړي ځل په څرګند ډول ویلي چې په ټيليفون يې خبرې کړي دي، دا وروسته له هغې چې عرب اماراتو د اسرايل سره د اړيکو جوړولو وروسته د ټيليفون لائن خلاص کړی دی.

د دواړو ملکونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټيليفون خبرې کړي او دغه ډول يې د ټيليفون د لائن خلاصولو پرانسته کړې ده.

د اسرايل د بهرنيو چارو وزير ګابي اشکنازي ويلي چې هغه او د هغه د متحده عرب اماراتو سيال شېخ عبدالله بن زېد په دې صلاح شوي چې زر به يو بل سره وويني.

د زیارت په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د متحده عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو جوړېدو خبر ورکړی ؤ.

د متحده عرب اماراتو نه وړاندې مصر او اردن د اسرايل سره سفارتي اړيکې لرلې.

صدر ټرمپ د عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو د خبر په مهال دا هم ويلي ؤ اوس چې لاره پرانېستل شوې ده نو زه تمه لرم چې نور عرب او مسلمان هېوادونه به هم د عربي متحده اماراتو په لاره ولاړ شي.

د اماراتو، اسرایلو او امریکا لخوا په ګډې اعلامیې کې راغلي دي، چې پلاوي به په راتلونکو څو اونیو کې سره کښیني او د مستقیمو پروازونو، امنیت، مخابراتو، انرژۍ، سیلګرۍ او روغتیايي خدماتو کې به له یو بل سره تړونونه لاسلیک کړي.‌

متحده عرب امارات چې لومړی خليجي هېواد دی چې د اسرايل سره يې اړيکې جوړې کړې راپورونه د اسرايل د استخباراتي ادارې د وزير له قوله وايي کېدی شي چې بحرېن او عمان هم د اسرايل سره د اړيکو جوړولو په لړ کې د متحده عرب اماراتو په لاره لاړ شي.

فلسطین د متحده عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو تړون رد کړی، ايران دې تړون ته خطرناک او ناجايزه ویلي او ترکي دغه کار ته د عرب اماراتو منافقانه رويه ويلې وه.

پاکستان ویلي د عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو د تړون پرمختګ به په راتلونکې سختې نتيجې ولري.

خو مصر، اردن او عمان د دې ګام هرکلی کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG