لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: کورونا په ځوانانو کې په چټکۍ خپرېږي


واشنګټن - د روغتیا نړیواله اداره وايي، د کورونا وایرس وبا د نړۍ په ځوانانو کې مخ‌ پر زیاتېدو ده.

په ډبلیو اچ او کې د پاسفېک سیمې مشر ډاکټر تکیشي کسايي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې کوېډ ۱۹ په هغو کسانو کې چې عمرونه یې د ۲۰، ۳۰ او بیا تر ۴۰ کلونو پورې وي په چټکۍ سره خپرېږي.

ډاکټر کسايي وايي، زیات خلک چې په دې عمرونو کې وي حتی نه پوهېږي چې په کورونا باندې اخته شوي دي ځکه دوی د ناروغۍ ډېرې لږې او یا هېڅ نښې نښانې نه لري او له همدې امله بې له دې چې پوه شي نورو ته وایرس لېږدوي.‌

هغه وویل، "ددې خطر په دې کې دی چې وایرس هغو کسانو ته انتقالېږي چې زیات له خطر سره مخ دي لکه زاړه، ناروغ او یا د اوږدې درملنې لاندې خلک."

د ډاکټر کسايي څرګندونې څو ساعته وروسته له هاغې وشوې کله چې د امریکا د شمالي کېرولاینا پوهنتون چې د امریکا یو له سترو پوهنتونونو څخه دی د کورونا د خپرېدو له امله ټول ټولګي یا صنفونه کنسل کړي دي.‌

په ناڅاپي توګه د ټولګیو بندېدل یواځې یوه اونۍ وروسته د پوهنتون له پرانېستل کېدو څخه شوي. دغه پوهنتون د مارچ میاشتې راهیسې چې د کرونا وبا نوې خپره شوې وه خپل ټول ټولګي او زده کړې انلاین ترسره کولې.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د پوهنتون چارواکو وویل، چې په ۱۷۷ زده کونکو کې کورونا مثبت شوې او ۳۵۰ نور د پوهنتون په لیلیه کې قرنطین شوي دي.‌

پاناما د کورونا له امله له پنځه میاشتني لاک ډاون څخه وروسته کرار کرار خپل کاروبارونه او عبادت ځایونه پرانیزي.

همدارنګه د ګل یا دوشنبې په ورځ کلیساوې، د وېښتانو سالونونه، دوکانونه او د موټرو تم ځآیونه هم پرانېستل شوي وو.‌

حکومت همدارنګه خصوصي رغنیزو کمپنېو ته اجازه ورکړې چې خپل کارونه پیل کړي.

په پاناما کې ۸۲۰۰۰ کسان په کورونا اخته او تر ۱۷۰۰ زیات یې مړه شوي دي.‌

په نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۲۲ میلیونو او د مړو شمېر له ۷۷۷۰۰۰ څخه زیات شوی دی. یواځې په امریکا کې پرې له ۵.۶ میلیونو زیات کسان اخته او تر ۱۷۳۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG