لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې لوی قاضي عبدالله اورکزی وژل شوی


واشنګټن ــــ د افغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت په یوه بیان کې ویلي چې د داعش خراسان ډلې یو لوی قاضي عبدالله اورکزی افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژلی دی خو د هغه د وژلو ځای او وخت یې نه دی ښودلی.

ملي انیت نن د نهې- سه شنبې په ورځ پخپل یوه بیان کې ویلي، چې د داعش خران ډلې دې وژل شوي مشر په افغانستان کې په یو شمېر فتواوو کې لاس درلود چې وایي په هغه کې د خلکو د وژنې او له داعش جنګالیو سره د جبري ودونو فتواوې هم شاملې دي.

په بیان کې ویل شوي چې عبدالله اورکزي د ختیځ ولایت ننګرهار په نازیانو او اچین ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو په ضد د جګړې مشري کوله چې وایي د داعش خراسان ډلې د وژل شوي مشر اسدالله اورکزي د ځایناستي په توګه نومول شوی وو.

افغان چارواکو ویلي "عبدالله اورکزی د اګست پر دویمه د ننګرهار پر زندان د برید پلانوونکی وو"، چې وایي "د دې برید اصل پلانوونکي طالبان وو"، خو افغان طالبانو په دې برید کې له لاس لرلو انکار کړی وو.

د ننګرهار پر زندان د اګست پر دویمه لس تنو وسلوالو برید کړی وو، چې د بریدګرو په ګډون 30 تنه پکې وژل شوي وو او د دې برید ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.

دا په یوه میاشت کې د داعش خراسان ډلې دویمه لوړرتبه کس دی چې په افغانستان کې یې د وژل کېدو دعوه کېږي. د اګست په لومړۍ نېټه هم د ملي امنیت ادارې دعوه کړې وه چې د ضیاوالرحمن په نامه د دې ډلې استخباراتي مشر یې وژلی چې وایي د اسدالله اورکزي په نامه مشهور وو.

دا په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې شپږم مهم کس دی چې د عملیاتو په مهال یې د وژلو دعوه کېږي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار او کونړ کې د داعش خراسان ډلې پخواني مشران حافظ سعید، عبدالحسیب، ابوسعید اورکزی او ابوسعید باجوړی وژل شوي دي.

د اورکزو خلک ولې په داعش کې ډېر دي؟

خبريال صفدر حيات داوړ وايي په کال 2015م کې د پاکستاني طالبانو څخه جدا شوې لس کسيزه ډله افغانستان ته لاړه او هلته يې د ابوبکر البغداي په لاس بېعت وکړو او په داعش کې شامل شو.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دوی کې درې مهم کسان يو اسلم فاروق چې خپل نوم يې عبدالله دی، شاهد الله شاهد او حافظ سعيد اورکزي شامل ؤ، د دوی درې واړو تعلق د اورکزو سره ؤ.

هغه وويل په داعش خراسان کې د لومړۍ نه اورکزي په مهمو څوکو پاتې شو ځکه دوی بيا د هنګو، کوهاټ، اورکزۍ او کرمې نه خپل پلويان د ځان سره په دې ډله کې شامل کړه.

په اورکزو کې د داعش مشرانو د کومې علاقې سره تعلق درلود

ويل کيږي چې په داعش خراسان کې د اورکزو څومره مشران هم پاتې شوي په هغو کې د زياترو تعلق د بره اورکزۍ ماموزۍ علاقې سره ؤ.

استاد اسلم فاروقي چې د حکيم الله محسود سره په ټي ټي پي کې ؤ او د هغه ښی لاس ګڼل کېدو د حکيم الله محسود د وژنې وروسته چې کله د پاکستاني طالبانو په دې ډله کې اختلافات رامنځته شو نو فاروقي ترې هم ځانله شو.

ويل کيږي هغه د 1400 نه زيات پلويان په داعش کې د ځان سره شامل کړه.

د فاروقي په اړه ويل کيږي هغه ته استاد ځکه ويل کيږي چې په اورکزو کې يې خپله مدرسه لرله او د 90 په لسيزه کې هغه په علاقه کې په ډېرو څيزونو بندېز لګولی ؤ لکه د ټيلي ويژن ډش انټينا وغېره.

د ځايي خلکو په وېنا د فاروقي کورنۍ يوه ديني کورنۍ ګڼل کيږي او د 90 د لسيزې نه وړاندې هم دوی په علاقه کې د شيعه ؤ سره جنګېدلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG