لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ملېشه ځواک وخت نور غزول شوی خو سیاسي ګوندونه یې مخالف دي


واشنګټن ــــ د بلوچستان ايالت په ښاري سیمو کې د ايف سي يا ملېشه ځواک د واک او اختيار موده د روان 2020م کال د دسمبر د مياشتې تر يودېرشمې نېټې غزول شوی دی چې اپوزیشن ګوندونو ورسره مخالفت کړی دی او وایي چې د امنیت چارې باید پولیس پخپله سنبال کړي.

د بلوچستان ايالتي حکومت په صوبه کې د امن امان د خوندي ساتلو لپاره د تقریباً نورو څلورنیمو میاشتو لپاره د امنیت ساتلو واک سرحدي ملېشه ځواکونو ته سپارلی دی او دا پرېکړه حکومتي کابينې وړمه ورځ په خپله غونډه کې کړې ده.

د حکومت ویاند لياقت شاهواني وي او اې ډیوہ ته وویل ملېشه ځواکونو ته اختيار په تېرو حکومتونو کې ورکړل شوی وو اوسني حکومت يې يواځې موده وغزوله. شاهوانی وایي د ملېشه ځواکونو کار یواځې امنیت ساتل دي:

"ایف سي ته صرف د امن ساتلو اختیار ورکړل شوی دی، که دوی څوک و نیسي هم نو پولیسو ته یې حواله کوي، د ایف ای آر واک له ا یس ایچ او سره دی چې بیا به یې مجسټرېټ ته وړاندې کوي".

د قام پرست بلوچ ګوند بلوچستان نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ايډوکيټ ساجد ترين وايي د دوی د ګوند په شمول په ايالت کې د ملېشه ځواکونو د کردار ستاينه چا نه ده کړې ځکه چې د دوی له راتګ سره هم په صوبه کې بشپړ امن او ارامي‌ نه شته:

"د امن و امان لپاره ډېر زیات فنډ لګېږي چې اوس یې 50 اربه روپیو ته ورسوله خو امن نه راځي، د ایف سي له راتګ سره امن نه دی راغلی بلکې نور خراب شوی دی، که څوک امن غواړي پکار دی پولیس او لېویزو ته روزنه ورکړي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر او د پاکستان د سېنټ غړی عثمان خان کاکړ وايي دوی له اولې ورځې په صوبه کې د سېويلين او ولسي حکومت د خپلواکۍ غوښتنه کوي. عثمان کاکړ وایي د ملېشه ځواکونو پر ځای دي پولیس او لېویزو ته روزنه ورکړل شي:

"ټول اختیارات د استخباراتي ادارو دي او ایف سي ته ضرورت نه شته، پولیس دغومره مؤثره دي او لېویز تر پولیسو مؤثر دي هغوی ته دي ټرېننګ ورکړي".

د نېشنل ګوند جنرل سيکرټري جان محمد بليدي وايي، د امن و امان د خوندي ساتلو پر ځای د بلوچستان خلک له ملېشه ځواکونو تنګ دي. ښاغلی بلیدي وایي د ايف سي اصل کار سرحدونه خوندي ساتل دي:

"زموږ په سيمه (تربت) کې ايف سي تر خپل اختيار ډېر زيات تجاوز کړی دی، دلته ټول ښار او ضلع او ټوله سیمه د ايف سي په ولکه کې ده، دلته پر هر دويم، پینځم، لسم کیلوميټر د ايف سي چيک پوسټونه دي، خلک ډېر زیات ځوروي او سپکوي یې، که له خلکو وپوښتئ خلک به وايي چې امن و امان پر خپل ځای اول دوی له دې ځايه لرې کړئ".

د ملېشه ځواکونو د اختیاراتو او پر دې ځواک باندې د سیاسي ګوندونو له خوا د نیوکو په باب مو د ملېشه ځواک له ویاند ډاکټر خان واسع سرہ د ټېليفون له لارې تماس ونیو خو ھغه وویل چې پر دې موضوع د څه ویلو اختیار نه لري.

په بلوچستان کې د پاکستان د بشري‌ حقونو د کمېشن غړی ايډوکېټ طاهر خان وايي، د پاکستان په آیين کې د امنیت ساتلو ذمه واري د ولسي حکومت ده، د ښاغلي طاهر په وينا خلک په صوبه کې د ايف سي له رویې تنګ دي خو وایي ځايي حکومتونو د پوليس او لېويز ځواک نه دی تربيه کړی چې د بدو حالاتو مقابله دې وکړي:

"که پولیس ته ټرېننګ ورکړل شي او هر ځای یې وګوماري د امن و امان مسئله به نه وي جوړه او ایف سي چې کومې پیسې د امن و امان لپاره اخلي بلوچستان غریبه صوبه ده دا به پر تعلیم خرڅ شي".

د پاکستان پيپلز ګوند د 2008م کال د حکومت په وخت کې د بلوچستان وزیراعلا نواب اسلم خان ريساني ايف سي ځواک ته د امنيت ساتلو اختيار ورکړ، د هغه وخت حکومت ويلي وو ايف سي ته ځکه واک ورکوي چې د کوټې په شمول د ايالت په بېلابېلو برخو کې امنيت ډېر خراب دی او يواځې پوليس او لېويز ځواک نه شي کولای امنيت وساتي.

ياده دي وي چې په بلوچستان ايالت کې د بېلتون غوښتونکو بلوچو وسلوالو ډلو تر څنګ بېلابېل سخت دريځه مذهبي ډلې هم وخت ناوخته وسلوال فعاليتونه کوي او د بریدونو ذمه واري يې پر غاړه اخلي.

ملېشه د پاکستان نیم پوځي یا پېرامیلیټري ځواک دی چې د مرکزي کورنيو چارو وزارت تر اختيار لاندې کار کوي او د دې ځواک لوړپوړي چارواکي د پاکستان له پوځه د څه مودې لپاره ګومارل کيږي.

د بلوچستان د ښارونو تر څنګ د افغانستان او ایران پر پوله د امنيت ساتلو ذمه واري هم ددې ځواک پر غاړه ده.

له بلې خوا د بلوچستان په ځینو سيمو کې د کویلې يا سکرو د کانونو د امنیت ساتلو دنده هم تر سره کوي چې د کویلو د مالکانو په وینا په بدل کې يې له دوی ټيکس اخلي، که څه هم ملېشه ځواکونو دا خبره رد کړې خو د پاکستان د انساني حقوقو د کمېشن د 2019م کال په رپورټ کې ليکل شوي چې د کويلې د کانونو د خوندي ساتلو پر سر د پيسو د اخيستلو کوم قانوني جواز نه شته.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG