په اسلام اباد کې د امريکې سفير (ناظم الامور) پال جونز د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د مخه ښې ليدنه کړې ده.
د پاکستان پوځ ویلي، د پوځ مشر د سفير په پاکستان کې د خدماتو او همکاريو په سر مننه کړې ده.
او امريکايي سفير د افغانستان د سولې او په سيمه کې د سولې او ثبات په لړ کې د پاکستان مثبت رول ستایلی دی.
د ليدنې په اړه سفير او په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې د دې خبر خپرېدو پورې کوم بيان نه دی ورکړی.
امريکايي سفير د پاکستان د پوځ د مشر سره ليدنه په داسې حال کې کړې چې امريکا او بيا پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره د بېن الافغاني خبرو د زر پېل کولو غږ کړی دی.
په وروستيو کې د پاکستان د ازادۍ د ورځې (14م اګست) په مناسبت پېغام کې د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي ؤ امريکا سترګې په لار ده چې د پاکستان سره د سوداګرۍ او بنيادي آزادۍ د ساتنې په لړ کې دوه اړخيزه همکاري پياوړې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير ویلي ؤ امریکا په راتلونکو کلونو کې د پاکستان سره د سوداګرۍ او بنیادي آزادۍ د ساتنې په برخه کې د دوه اړخيزه همکارۍ غځولو او پیاوړي کولو ته سترګې په لار ده.
امریکې ويلي د 70 کالو نه په زياته موده کې امریکا او پاکستان د سخت اهميت وړ مسلو باندې په ګډه کار کړی دی.
په یاد امريکايي بيان کې ويل شوي تېر کال، د چېلنجونو باوجود مونږ (امریکا او پاکستان) د افغان سولې په عمل کې د پام وړ پرمختګ کړی، او د صحت او اقتصادي همکارۍ په لړ کې د کرونا وبا په مهال چې د خلکو ژوند وژغول شي هم پرمختګ شوی دی.