لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: باعزته او تل پاتې سوله راتلونکې ده، طالبانو سره د خبرو په وړاندې ټول خنډان يې لري کړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، "باعزته او تل پاتې سوله راتلونکې ده ځکه په خپلو کوششو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، منطقوي او بېن المللي بحث بدله کړه او د باعزته سولې دپاره مو ټول شرايط اماده کړي دي".

افغان ولسمشر اشرف غني نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان د خپلواکۍ د 101 کليزې د نمانځلو په مناسبت په يو ويډيو پېغام کې ويلي،

"مونږ د سولې په برخه کې نه یواځې خپله اراده او ژمنتيا ښودلې بلکې عملي هڅې او اقدامات مو کړي دي. د طالب زندانيانو ازادول او د سولې مشورتي لويه جرګه جوړول زمونږ د هڅو غورې بېلګې (مثالونه) دي".

نوموړي زياته کړې سوله چې د اولس لويه هيله او ارمان دی او دوی ورته رسېدل خپله زمه واري ګڼي، او د دې دپاره یې په طالبانو بيا بيا غږ کړی چې دايمي اوربند ومني او زر تر زره د افغانستان د اسلامي جمهوريت سره مخامخ مذاکرات پېل کړي.

اشرف غني ويلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په وړاندې يې ټول خنډونه لرې کړي دي.

افغان ولسمشر د طالبانو سره د مخامخ خبرو په وړاندې د خنډانو لرې کولو او لویې مشورتي جرګې خبره په داسې حال کې کړې چې نوموړي د سولې د مشورتي لويې جرګې وروسته د طالبانو د هغو 400 بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی د کومو په اړه چې نوموړي وړاندې ویلي ؤ دوی په سختو جرمونو کې ککړ دي او هغه يې د خوشي کولو صلاحيت نه لري.

وروسته فرانس او اسټريليا د يو شمېر طالب بنديوانو د خوشي کولو مخالفت کړی دی.

افغان حکومت ویلي د 400 طالبانو څخه يې 80 تنه خوشي کړي خو راپورونه وايي د مخالفت مخې ته راتلو وروسته دغه عمل بيا ځنډېدلی دی.

د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې دپاره په شوې توافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به 5000 طالب بنديوان او طالبان به 1000 تنه د افغانستان امنيتي دفاعي بنديوان سرتيري پرېږدي.

ويل کېده د بنديوانو په خوشي کولو کې وروستو والی د بېن الافغاني خبرو په وړاندې خنډ بلل کېدو.

بل لور طالبانو د تېرې جولایۍ د میاشتې په وروستۍ نېټه ويلي ؤ دوی د 1000 حکومتي بنديوانو د خوشي کولو پروسه بشپړه کړې ده.

اشرف غني په خپل پېغام کې ويلي د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د داعش او ترهګرۍ پرضد مبارزه بې سارې ده او ويلي دي ځواکونو يې د داعش او ترهګرۍ ملا ماته کړې ده او اوس هم لګيا دي پرضد يې جنګيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG