لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېشنل ګوند مشر سنېټر حاصل بزنجو د کېنسر ناروغۍ له کبله مړ شو


واشنګټن ــــ د بلوچستان ملتپال سیاستوال او د نېشنل ګوند مشر سنېټر میر حاصل خان بزنجو د ور پېښې ناروغۍ له کبله د کراچۍ په یوه شخصي روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د پاکستان ګڼ شمېر سیاستوالو، حکومتي چارواکو او عامو خلکو د حاصل بزنجو پر مړینه خواشيني څرګنده کړې او دا یې په دې هېواد کې د جمهوریت لپاره لویه ضایع بللې ده.

د نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري جان محمد بلیدي دا خبر تایید کړی او وایي چې هغه له څو کلونو د سږو په کېنسر ناروغۍ اخته وو او نن د پنجشنبې- زیارت په ماښام یې ساه ورکړې ده.

62 کلن حاصل بزنجو د بلوچستان د مشهور ملتپال سیاستوال میر غوث بخش بزنجو زوی وو او د 1958م کال د فرورۍ پر درېیمه نېټه د بلوچستان د خضدار ضلعې په نال سیمه کې زېږېدلی وو.

نوموړی څو واره د پاکستان د قومي اسمبلۍ او د سېنټ غړی پاتې شوی او یو ځل د پاکستان د بندرونو او بېړیو مرکزي وزیر هم پاتې شوی دی.

حاصل بزنجو ویلي وو چې لا د سکول په شپږم ټولګي کې وو سیاست یې پیل کړ او د بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن (بي ایس او) د یونټ سیکرټري په توګه وټاکل شو، خو په 1989م کال کې یې د پلار تر مرګ وروسته په رسمي توګه سیاست پیل کړ.

بزنجو په پاکستان کې د جمهوریت او د پارلمان د بالادستۍ لپاره اوږده مبارزه کړې وه او په دې لړ کې یې د ذوالفقار علي‌ بټو او د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د واکمنۍ په مهال څو واره زندانونه هم تېر کړي وو.

Recommended

XS
SM
MD
LG