لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ مالي سرچینو د مخنیوي لپاره د ایف اې ټي ایف په غوښتنه 11 قانوني مسودې منظورې کړې


اسلام اباد ــــ. په وروستیو کې د پاکستان قومي اسمبلۍ د ايف اې ټي ايف د شرطونو عملي کولو په ترڅ کې د یوولسو قانوني مسودو منظوري ورکړې وه.

په دې کې د يوې مسودې د لارې د ملګرو ملتونو سلامتیا کونسل د پرېکړو او د ايف اې ټي ايف له شرطونو سره سم د پاکستان په ترهګرۍ ضد قانون کې د شوي بدلون د لارې د پیسو غيرقانوني انتقال او د ترهګرۍ لپاره کارولو د جرم سزاګانې سختې کړل شوي دي.

په دغه جرم کې د ککړتيا ثابتېدلو په سر لس کاله د بند سزا او د جرمانى رقم د یو کروړ په ځاى دوه نيم کروړه روپۍ ايښودلو منظوري ورکړل شوې ده.

د ايف اې ټي ایف له خوا د لميټيډ پارټنرشپ ايکټ يا د محدود ملګرتیا قانون کې د په نخښه کړل شوو نيمګړتياوو د لرې کولو په اړه د قومي اسمبلۍ له خوا د منظور شوي بدلون د لارى هم د جرم ثابتېدلو په سر د سختو سزاګانو منظوري ورکړل شوې وه.

کمپنيز ايکټ په کال ٢٠١٧م ملکي قانون کې د بدلون د لارې د کمپنيانو يا شرکتونو په مالي چارو کې د شفافيت په اړه د ايف اې ټي اېف د اندېښنو لرې کولو لپاره د بدلون قانوني مسوده منظوري ورکړل شوې ده.

قومي اسمبلۍ د کېپیټل ټرسټ بل نومي قانوني مسودې د لارې د خيرښېګړې ادارو د ثبت کېدلو عمل او په کلکه د څارنې لپاره د اړوندو حکومتي ادارو کردار ته د ودې ورکولو پرېکړه هم کړې ده.

په پاکستان کې د مخدره موادو په قاچاک کې د ککړو کسانو او ترهګرو تر منځ د مرستو د مخنيوي لپاره د نړيوالې ادارې له خوا پاکستان ته په اړوند قانون کې د بدلون شرط هم قومي اسمبلۍ د قانوني مسودې د منظورۍ له لارې عملي کړی دی.

په قومي اسمبلۍ کې د منظورېدلو وروسته اوس د پاکستان د سېنټ نه دغه مسودو د منظورولو په عمل لاس پورې کړل شوی دی.

د حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د سېنټ د قانون او انصاف قاېمه کمېټۍ مشر سنېټر جاويد عباسي وي او اې ډيوه ته ويلي، له قومي اسمبلۍ نه سېنټ ته د ور لېږل شوو پینځو قانوني مسودو منظوري ورکړل شوې ده.

نوموړي ويلي د وړاندې په سېنټ کې د فوجداري قانوني مسودې منظوري ورکړل شوې وه او د شـورو- چارشنبې په ورځ د سېنټ غونډې د کمپنيز ايکټ، د شراکت دارۍ او د ذمه وارۍ په قانونونو کې د بدلون د مسودو منظوري ورکړې ده.

جاويد عباسي زياته کړې له سېنټ نه د هغو شپږو نورو قانوني مسودو د منظورۍ عمل هم لا پاتې دی چې د قومي اسمبلۍ څخه منظور شوې دي.

د پاکستان حکومت د ايف اې ټي ايف په ٢٧ شرطونو کې د ١٤ د عملي کولو او په پاتې ١٣ باندې د لاس پورې کولو پخلى کوي.

نړيوالې ادارې ویلي راتلونکې اکتوبر مياشت به پخپله غونډه کې په دې اړه د پاکستان د فعاليتونو جاج اخلي. ايف اې ټي ايف د دغو شرطونو د نه عملي کېدو په سر د پاکستان نوم په تور نوملړ کې د اچولو خبردارى ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG