لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره پرانیستل شوه


چمن + واشنګټن ــــ د چمن سپین بولدک تر منځ پوله د افغان او پاکستاني چارواکو په سلا تر څو میاشتو وروسته بیرته پرانیستل شوې چې په اونۍ کې ټولې ورځې به خلاصه وي او د عامو خلکو د تګ راتګ تر څنګ به قانوني تجارتي لارۍ هم یوې بلې خواته اوړي. ځایي تاجرانو د پولې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د چمن پولې پرانیستلو اعلان پر ټویټر کړی او لیکلي یې دي "د چمن په پوله تګ راتګ هم نن پرانستل شو". یو تن د پولې پرانیستلو په اړه د خپلې خوشالۍ اظهار کوي:

"موږ نیمی هاخواته یو نیمې دې خواته یو، دوستان مو هم هلته دي او هم دلته دي، موږ په دې دروازه ډېر خوشاله یو چې هر وخت باید خلاصه وي".

چارواکي وایي نن د پولې له پرانیستل کېدو سره زرګونه خلک یوې بلې خواته اوښتي دي او وایي چې تر پولې د اوښتلو لپاره یې د شناختي کارډ او تذکرې شرط لازم کړی دی.

د پاکستاني سرحدي ملېشه ځواکونو يو سیمه ییز چارواکی- چې نه یې غوښتل نوم څرګند شي- وایي د چمن پوله د دواړو هېوادونو په رضامندۍ خلاصه کړل شوه. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي هم ویلي چې پوله د دواړو خواوو د سرحدي عسکرو په سلا پرانیستل شوې.

د دغې پوله د خلاصولو دپاره "پولې" ته نيژدې تر دوو میاشتو زیات وخت د ځایي تاجرانو او سیاسي ګوندونو له خوا احتجاجي پرلت شوی وو. ددې پرلت مشر اسلم اڅکزی د حکومت پر دې پريکړه خوشاله دی خو نورې غوښتنې هم لري:

"د دغې [چمن کې د ملېشه او خلکو تر منځ] پېښې پلټنه پاته ده، د شهیدانو او زخمیانو معاوضه نه ده ورکړل شوې، سرکار موږ ته باور راکړی چې په دې اړه به خبرې کوو".

د چمن احتجاج کوونکو ځایي خلکو ته پر پوله د تجارت غوښتنه کوي او وایي چې پولې ته څېرمه پراته خلک بل کار روزګار نه لري، خو پاکستاني چارواکي وایي له دې وروسته به غیرقانوني تجارت ته اجازه ور نه کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وایي‌ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارۍ به د تورخم پر پوله د ګڼې ګوڼې کمولو له کبله خرلاچي، انګور اډې او غلام خان ته واړول شي. ښاغلی صادق وایي‌یو پارلماني پلاوی به سبا د کراچۍ بندر لیدنه کوي چې د سوداګرو شکایتونه وڅېړي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG