لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په ټوله نړۍ کې ۲۳.۶ میلیونه کسان په کورونا اخته او ۸۱۲۰۰۰ یې مړه شوي دي. یواځې په امریکا کې په کورونا باندې ۵.۸ میلیونه کسان اخته او تر ۱۸۰۰۰۰ زیات یې مړه شوي دي.

نیوزېلېنډ له ټولو هغو کسانو څخه چې له عامه ټرانسپورټ څخه کار اخلي او یا په الوتکو کې سفرونه کوي غوښتي دي چې سر له ګل یا دوشنبی څخه ماسکونه وتړي.‌

دا په داسې حال کې چې په اوکلېنډ کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګېدلي بندیزونه هم غځول شوي دي.‌

په نیوېلېنډ کې تر سلو ورځو زیاتې کېدې چې د کورونا کورنۍ پېښه پکې نه وه لیدل شوې خو په دې وروستیو کې په اوکلېنډ کې چې د دغه هېواد تر ټولو ستر ښار دی یو ځل بیا کورونا سر پورته کړی.‌

روغتیايي چارواکو په اوکلېنډ کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د اتو نویو پېښو راپور ورکړی.

د نیوزېلېنډ لومړۍ وزیرې جسینډا اردن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، "مونږ پوهېږو چې ماسکونه تاسو او ستاسو شاخوا خلک ژغوري."

هغې وویل، د هېواد په هغو برخو ې چې د کورونا نوې پېښې نشته د بندیزونو په اړه د خلکو په اندېښنو پوهېږي خو د ښارونو ترمنځ تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې او په کاروبارونو کې باید خلک ماسکونه وتړي، له یو او بل څخه فاصله وساتي او په لویه ګڼه ګوڼه کې سره راټول نشي.

په جنوبي کوریا کې چې هم چارواکي د کورونا په کنټرول باندې لګیا دي حکومت یې د ګل یا دوشنبې په ورځ له خلکو غوښتي چې دننه او د باندې دې ماسکونه وتړي.‌

په دغو نویو بندیزونو کې کلیساو ته په ورتګ هم بندیز لګېدلی او نایټ کلپونه، بوفې، انټرنیټ کفې او داسې نور ځایونه هم تړل شوي دي.‌

په جنوبي کوریا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز د ګل یا دوشنبې په ورځ په سوېل کې د ۲۶۶ نویو پېښو راپور ورکړی.

په مکسیکو کې چې تېره اونۍ پکې له کورونا څخه په مړینو کې کموالی راغلی وو د یکشنبې یا اتوار په ورځ کې پکې د ۲۶۶ نویو مړینو راپور ورکړل شوی چې دا په تېرو دوو میاشتو کې په یوه ورځ کې له کورونا څخه تر ټولو کمه شمېره ده.

په مکسیکو کې له کورونا څخه د مړینو شمېر له ۶۰۰۰۰ څخه اوختی دی.‌

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خوړو او درملو ادارې د کوېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره له کورونا څخه د ښه شویو ناروغانو د پلازما ورکولو اجازه ورکړه.

له انټي باډيو څخه ډکه دغه پلازما له هغو کسانو څخه اخېستل کېږي چې له کورونا څخه ښه شوي وي او بیا یې د کورونا هغو ناروغانو ته ورکوي چې له کورونا څخه کړېږي.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان ویلي، ادارې یې له ۷۰۰۰۰ ناروغانو څخه د ۲۰۰۰۰ ارزونه کړې ده چاچې دغه درملنه ترلاسه کړې او نورې څېړنې هم شوي او دا جوته شوې ده چې د پلازما ورکولو ته اجازه ورکړل شي.‌

خو ځینې ساینس پوهان ددې درملنې د ملاتړ په اړه له احتیاط څخه کار اخلي او وایي، د دې درملنې پایلې ډول ډول دي او هېڅ داسې دلیل نشته چې دا دې د کوېډ ۱۹ په وړاندې کار وکړي.

له بلې خوا څنګه چې په ټوله نړۍ کې خلک هڅه کوي چې څومره ژر د کورونا بندیزونه لېرې شي چې په هغو کې د ښونځیو پرانېستل هم دي، په برتانیه کې لوړ پوړو روغتیايي چارواکو د یکشنبې یا اتوار په ورځ په یو بیان کې ویلي دي، چې ماشومانو ته د کورونا وایرس پر پرتله له ښونځیو څخه په بهر پاتې کېدو باندې زیات تاوان رسېږي.

د یو بل خبر له مخې، وروسته له هاغې چې روسیې اعلان وکړ چې دوی د لومړني هېواد په توګه د کورونا واکسین تصویب کړی ویتنام ویلي،‌ چې دوی به ترې ۱۵۰ میلیونه ډوزه واکسین واخلي خو ویتنام شک څرګند کړی چې روسیې دې واکسین جوړ کړی وي.

زیاتو خلکو ددې خبر د اورېدو تمه نه درلوده خو کچېرې دا پاس شي نو یو پوښتنه به دا وي چې څه ډول ویتنام او روسیه دې ځای ته رسېدلي دي.‌

نور هغه هېوادونه چې د روسیې واکسین ته لیواله دي هغه فلپین، اندونیزیا، هندوستان او جنوبي کوریا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG