لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مسلم لیګ نواز او جمعیت علمای اسلام وایي د واکمن تحریک انصاف په ضد بیا احتجاجي تحریک پیلوي


اسلام اباد ــــ د پاکستان دوو اپوزیشن ګوندونو مسلم لیګ نواز او جمعیت علمای اسلام یو ځل بیا د واکمن تحریک انصاف ګوند په ضد د احتجاجي تحریک پیلولو هوډ کړی دی خو د واکمن ګوند یو صوبایي وزیر وایي اپوزیشن ګوندونه دې تر راتلونکو ټاکنو پورې درې کاله نور صبر وکړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر نن د نهې- سه شنبې په ورځ د خپل ګوند له څو نورو مشرانو سره د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او ویلي یې دي:

"زموږ خبره شو ده چې یو ټول ګوندیز کانفرنس به کوو خو د دې لپاره به د نورو اپوزیشن ګوندونو باور هم را خپلوو بیا به په څو ورځو کې خپله تګلاره اعلان کړو".

شهباز شریف او مولانا فضل الرحمن په داسې وخت کې د واکمن ګوند په ضد د یو کېدو لپاره سره لیدلي چې په نیژدې ورځو کې په پارلمان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړو پر مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند تنقید کړی وو، چې د ایف اې ټي ایف په غوښتنه قانون سازۍ کې دغو دوو ګوندونو د حکومت مرسته کړې ده.

بل لور ته د پنجاب د اطلاعاتو صوبایي وزیر فیاض حسن چوهان په یوه ویډیو کې ویلي دي چې مولانا فضل الرحمن له شهباز شریف او بلال بټو سره ملاقاتونه خو کوي خو تور پورې کوي چې وایي دغه دوه لوی اپوزیشن ګوندونه هغه د خپلو ګټو لپاره استعمالوي:

"مولانا فضل الرحمن صاحب ته ارام نه ورځي، زما غوښتنه ورنه دا ده درې کاله نور دې صبر وکړي چې په 2023م کال کې نوي انتخابات وشي او هغه وخت هم زموږ یقین نه دی جمعیت علمای اسلام به څه څوکۍ وګټي".

مولانا فضل الرحمن له شهباز شریف سره ګډې خبري غونډې ته وویل، په داسې حالاتو کې د اپوزیشن ګوندونو تر منځ اختلافات د پاکستان او ولس په ګټه نه دي او وایي پکار دی اپوزیشن ګوندونه خپلمنځي اختلافات ختم کړي او د حکومت په ضد متفقه تګلاره جوړه کړي:

"اپوزیشن ګوندونه پر دې اتفاق لري چې د حکومت په ضد یوه مشترکه او کلکه تګلاره جوړه کړي خو د دې لپاره هم د شریکو ګامونو ضرورت دی او موږ به د دې لپاره په پارلمان او له پارلمانه بهر ګوندونه سره یو کوو".

وړاندې پاکستان مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند هم تر لوی اختر سمدستي وروسته د حکومت په ضد د ټول ګوندیز کانفرنس اعلان کړی وو، خو وروسته ورباندې دا تنقید شوی وو چې یوې خواته دوی د حکومت په ضد د کانفرنس اعلان کوي او بلې خواته په پارلمان کې د قانون سازۍ په وخت د حکومت مرسته هم کوي.

تېره ورځ هم د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي وو، اپوزیشن ګوندونه د قانون سازۍ لپاره د حکومت مرسته ځکه کوي چې وایي مقصد یې ذاتي ګټې او له حکومت این آر او [قومي مفاهمتي قانون] غوښتل دي، خو اپوزیشن ګوندونو د واکمن دا تور تل رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG