لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د ماشومانو د ځورونو پېښې 14 فيصده سېوا شوي، ساحل


په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي اداره ساحل وايي، په ټول ملک کې روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې د ماشومانو د ځورونو ټولې 1489 پېښې رپورټ شوي دي.

يادې ادارې د ماشومانو د ځورونو په اړه د روان کال 2020م د لومړيو شپږو مياشتو په رپوټ کې ويلي د کرونا وبا له امله د ماشومانو د ځورونو په پېښو کې سېوا والی شوی دی.

د رپورټ ترمخه د ماشومانو د ځورونو په پېښو کې 331 د تښتونو، 233 د ماشومانو سره د ناوړه چلند، 168 د بې درکه کولو، 160 د جنسي تيري، 134 د جنسي تيري د هڅو، 104 په شريکه د ناوړه چلند، 93 د ناوړه چلند د هڅو، 69 په ګډه د جنسي تيري او 59 ماشومانو سره د ودونو پېښې ثبت شوي دي.

په ځورول شوؤ ماشومانو کې 53فيصده شمېره د جینکو او 47 فيصده د هلکانو ده.

د ساحل مشره منېزی بانو وايي دا د نيم کال رپوټ دی چې دومره سېوا شمېرې پکې مخې ته راغلي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، د دوی په وړاندې يوه ښه خبره مخې ته راغلې چې دا پېښې اوس رپورټ کيږي خلک يې شکايت کوي او رپورټ يې درج کوي.

د منېزې بانو په وېنا په پاکستان کې د ماشومانو په اړه هر ډول قوانين شته خو د وخت سره په دې کې ښه والی او بدلون کېدی شي.

دوېم دا چې د ځورونې په پېښو کې دې ګواه ته تحفظ ورکړی شي او کوم خلک چې په دې پېښو کې ککړ وي په سرکاري توګه دې د هغو د مالوماتو درج کولو يو رجسټرډ جوړ شي چې دغه خلک وپېژندې شي هغه که هر څوک وي خو چې مالومه يې شي چې دا د ماشومانو سره تېری کوونکی تن دی.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، د ماشومانو د حقونو دپاره قوانين په خپل ځای سم دي، خو رياست له پکار ده چې د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو او هغوی د تيريو څخه ژغورلو په لړ کې د ځان سره په ټولنه کې د جومات مُلا، د سکول استاز او د علاقې مشر په اعتماد کې واخلي او د دې ناوړه تېریو د مخنيوي په لړ کې په شريکه کار وکړي.

ساحل په خپل رپوټ کې ويلي په ځانګړي ډول د ماشومانو سره د جنسي تيريو په پېښو کې د دوی ګاونډيان، خپلوان، ملايان، استازان، پوليس او دوکانداران ککړ مالوم شوي دي.

د ساحل ترمخه د کال 2009م په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو د ځورولو 1304 پېښې مخې ته راغلې وې، د کوم په حساب چې سږ کال دا پېښې 14 فيصده سېوا شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG