لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي


واشنګټن ــــ د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په پاکستان کې پر خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي چې وایي د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل اندېښنو او غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.

ایمنیسټي انټرنېشنل د اګست پر 25مه پخپل بیان کې ویلي، "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

ایمنیسټي پخپل بیان کې ویلي "دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول شوی دی". د پاکستان د بشري حقونو سازمان د عمومي کونسل غړی ندیم انتوني د ایمنیسټي انټرنېشنل اندېښنې پر ځای ګڼي:

"په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د ناسم تور لګولو د سزا قانون هم موجود دی خو پر هغه عمل نه کېږي ګنې د قانون غلط کارولو تورنو کسانو به ترې عبرت اخیستی وای او په پاکستان کې دې [د مذهب سپکاوي] قانون ته د بیاکتنې له غوښتنې هم ډېره غلطه معنا اخیستل کېږي".

د بخښنې نړیوال سازمان وایي په پاکستان کې وروستۍ پېښې دا ښیي چې د مذهب د سپکاوي قانون د دې هېواد د هنرمندانو، د بشري حقونو د دفاع کوونکو او خبریالانو خواته هم ور غزېږي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل د جنرل سیکرټري د دفتر مشر ډېویډ ګریفیتس په بیان کې وايي،‌ پاکستاني چارواکو ته د نورو ثبوتونو ضرورت نه شته چې د مذهب د سپکاوي قوانین څومره خطرناک دي:

"د دې په بنیاد پر خلکو جعلي تورونه لګېږي چې د هغوی د غیرقانوني وژنو او حتی پر ټوله ټولنه د برید او د هغوی د کورونو د سوځولو سبب کېږي او شوی دی".

خطرناک تورونه:

د بخښنې نړیوال سازمان پر دې اندېښنه څرګنده کړې چې وایي د اګست پر 13مه پولیسو د فلم جوړوونکې سبا قمر او سندرغاړي بلال سعید په ضد په دې تور مقدمه درج کړې چې دوی په یوه جومات کې د سندرې ویډیو جوړه کړې وه.

وایي‌ د دوی د ویډیو یو کلیپ پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی وو، چې وایي په ضد یې د اګست پر څورلسمه د پاکستان د ازادۍ په ورځ په لاهور کې پراخ احتجاجونه وشول او په دې احتجاج کې توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان ژمنه وکړه چې له دغو هنرمندانو به "غچ" اخلي.

ایمنیسټي وایي که څه هم سبا قمر او بلال سعید پر خپلو سوشل مېډیا اکاونټونو بیانونه خپاره کړل او پر دې ویډیو یې بخښنه وغوښته خو وایي بیا هم د دوی ژوند له خطر سره مخ دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي پولیسو د خبریالې او د بشري حقونو د مبارزې ماروي سرمد په ضد هم د هغې د هغه ټویټ په بنیاد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې چې د اګست پر 22مه یې کړي وو. وایي پر ماروي سرمد د ایف ای اې له خوا د سایبر قانون له مخې یوه بله مقدمه هم درج شوې ده:

"د هغې ژوند او خوندیتوب ته خطر زښته زیات مهم دی. د دې لپاره ډېر زیات مثالونه شته چې څنګه دا ډول تورونه د خلکو توجه زیاتولای شي چې دا معامله پخپل لاس کې واخلي. پاکستاني چارواکي ضرور باید سمدستي سرمد ته تحفظ ورکړي".

ماروي سرمد د اګست پر 21مه په اردو ژبه د یو بل چا را کاپي کړی ټویټ کړی وو، چې د هغه په بنیاد د هغې په ضد په لاهور ښار کې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د جولای پر 29مه په پېښور عدالت کې یو تن مذهب ته په سپکاوي یو معذور تن په ډزو و واژه، خو وایي په قتل د تورن تن فیصل عرف خالد عکسونه د ستاینې په ډول د پولیسو او وکیلانو له خوا پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول او داسې یې هرکلی وشو لکه د پنجاب د پخواني ګورنر په قتل د تورن تن ممتاز قادري لمانځنه چې شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG