لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او 19 نور کسان په رسمي توګه د کشمیر په پلوامه برید تورن کړل


واشنګټن ــــ د هندوستان د ترهګرۍ ضد ادارې د پاکستان د یوې توندروه ډلې مشر د هند تر ولکه لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې د هغې ترهګرې حملې د سر سړی او پلان جوړوونکی بللی چې 40 هندي پوځیان پکې وژل شوي وو.

هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې د کشمیر پر سر د شخړې په نتیجه کې د هند په ضد ترهګرې ډلې ساتي، خو پاکستان یې دا تورونه تل رد کړي دي. د سعود اظهر او د هغه د ملګرو د فردِ جرم په اړه هم پاکستان پخپل غبرګون کې دا تور رد کړی چې ګواکې دا برید په پاکستان کې پلان شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي "د هند د پلټنو مرکزي‌ ایجنسۍ (این ای اې) د واکمنې بهارتیه جنتا پارټۍ د پاکستان ضد بیانې د پر مخ بېولو لپاره د پاکستان په ضد دا تورونه لګولي دي".

د هند د پلټنو مرکزي ادارې (این ای اې) د نهې- سه شنبې په ورځ په رسمي توګه د جیشِ محمد توندروه وسلوالې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر او 19 تنه نور د دې برید په پلانولو تورن کړي دي.

د اسوشیېټیډ خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په دې فردِ جرم کې راغلي "پلټنو څرګنده کړې ده چې د پلوامه برید د پاکستان مېشتې جیشِ محمد ترهګر تنظم د مشرانو له خوا د یوې منظمې مجرمانه دسیسې په نتیجه کې پلان شوی وو".

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې د خبر له مخې په دغو تورنو کسانو کې د مسعود اظهر ورور او مرستیال رووف اصغر او د تره زوی عمار علوي هم شامل دي چې وایي په پاکستان کې دي او د رووف پخوانی ساتونکی محمد اسماعیل هم شامل دی چې وایي ګومان کېږي په هند کې به وي.

ورځپاڼې د هند د پلټنو د مرکزي ادارې په وینا لیکلي، د پلوامه برید په تړاو په دغو کسانو کې اووه تنه نیول شوي، شپږ تنه فرار دي د مسعود اظهر د وراره محمد عمر فاروق په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.

د رپوټونو له مخې جیش محمد ډلې د پلوامه برید ذمه واري پر غاړه اخیستې وه او دا هم ویل شوي وو چې دا برید یوه کشمیري وسلوال کړی دی. هغه وخت پر سوشل مېډیا یوه ویډیو هم خپره شوې وه چې یو ممکنه بریدګر تر برید مخکې په پوځي جامو او وسلو کې ښکاره کوي.

د کشمیر د پلوامه تر برید دوه نیمې میاشتې وروسته ملګرو ملتونو د پاکستان د جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر د پاکستان د پرله پسې مخالفت باوجود د ترهګر په توګه نومولی وو. د ملګرو ملتونو د ترهګرو نوملړ ته د مسعود اظهر د نوم اچولو لپاره د چین مخالفت تر ډېرې مودې خنډ وو، خو تېر کال د چین تر مخالفت ختمېدو وروسته ملګرو ملتونو د هغه نوم د ترهګرو نړیوال نوملړ ته واچاوه.

د 2019م کال د فرورۍ پر 14مه له چاودېدونکو موادو د ډک موټر په وسیله دا برید د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې تر ټولو خونړی ګڼل کېده، چې تر هغه وروسته د هند او پاکستان تر منځ د شخړې د زیاتېدو سبب شو.

هند تر دې برید دوولس ورځې وروسته دعوه کړې وه چې د پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې د جیشِ محمد ډلې پر یو روزنیز کېمپ برید کړی او "زیات شمېر وسلوال" یې وژلي دي خو پاکستان یې دا د عوه رد کړې وه او ویلي یې وو چې هندي الوتکو یواځې بمونه غورځولي او هلته یې درو ځنګلي ونو ته زیان اړولی وو.

په پاکستان کې دننه د هند د حملې په برید کې پاکستان هم د هند د یوې الوتکې د ویشتلې او را غورځول دعوه کړې وه او یو هندی پایلټ ابي نندن یې ژوندی نیولی وو، چې بیا یې بیرته د ښه نیت له مخې هند ته سپارلی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG