لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو بین الافغاني مذاکراتو دپاره خپل ۲۱کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړو


طالبانو دبین الافغاني خبرو اترو دپاره دخپل لوري د۲۱کسیز پلاوي نومونه اعلان کړي اؤ دقطر اؤ نورو ګاونډیو هیوادونو څخه یې غوښتنه کړې چې دغو۲۱کسانو کې کوم دقطر څخه بهر دي باید هغوئ ته دوحې ته د ورتګ زمینه مساعده کړي.

افغان دولت تر دې دمخه دبین الافغاني مذاکراتو دپاره خپل دښاغلي معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل مرکچي پلاوی اعلان کړی ؤ چې پکې دبیلابیلو سیاسي ډلو،مدني ټولنې اؤ میرمنو استازي شامل دي.

د پنجشنبې په ورځ‌ برتانوي خبري اژانس بي بي سي ویلي طالبانو چې دبین الافغاني خبرو اترو دپاره خپل کوم ۲۱کسیز پلاوی اعلان کړی هغوئ کې زیاتره دطالبانو دمشرتابه شورا غړي اؤ هغه طالب مشران شامل دي چې دطالبانو د واکمنۍ په مهال یې په مهمو دندو کارونه کړي دي.

بي بي سي چې دطالبانو دمرکچي پلاوي دمشر شیرمحمد عباس ستانکزي له خولې دمرکچي پلاوي کوم نومونه یاد کړي په هغې کې شیخ عبدالحکیم،مولوي عبدالکبیر،مولوي نورمحمدثاقب،ملا محمد ذاهد احمدزی،ملا شیرن اخوند،ملاعبداللطیف منصور،قاري دین محمد،ملاعبدالسلام حنفي،ملاعبدالمنان عمري اؤ شیخ محمد قاسم ترکمن شامل دي.

همدغه شان ملا محمد فاضل مظلوم،ملانورالله نوري،ملاعبدالحق وثیق،مولوي مطیع الحق خالص،سهیل شاهین،ملا محمد نبي عمري،انس حقاني،خیرالله خیرخوا،مولوي شهاب الدین دلاور اؤ ملا فرید هم ددې مرکچي پلاوي غړي اعلان کړل شوي دي.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دفرورۍ میاشت کې قطر کې د سولې دشوي تړون نه وروسته ټاکل شوې وه چې دافغان دولت لخوا دطالبانو د۵۰۰۰ اؤ دطالبانو لخوا دافغان دولت د ۱۰۰۰ بندیانو له خوشې کیدو نه وروسته به بین الافغاني مذاکرات وشي.

بي بي سي دطالبانو دمرکچي پلاوي دمشر شیرمحمد عباس ستانکزي له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې که که امریکا سره دشوي تړون په اساس دهغوئ پاتې بندیان هم له بنده خوشې شي نو چمتو دي چې بین الافغاني خبرو ته کښیني.

افغان دولت دطالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړي وؤ اؤ د۴۰۰ نورو بندیانو دخوشې کولو دپاره یې روانه میاشت په کابل کې لویه مشورتي جرګه رابللې وه چې دغې جرګې دضمانتونو په اساس دپاتې ۴۰۰بندیانو دخوشې کولو سپارښتنه کړې ده.

خو په دغو بندیانو کې د ۸۰بندیانو له خوشې کیدو وروسته دافغان ولسمشر ویاند ښاغلي صدیق صدیقي د روانې میاشتې په ۱۷مه رسنیو ته ویلي وؤ فرانسې اؤ اسټریلیا نیوکه کړې وه چې باید هغه طالب بندیان له بنده خوشې نکړل شي چې د دوئ د وګړو په وژنو کې ککړ دي.

د ولسمشر ویاند ویلي وؤ افغان حکومت له نړیوالو شریکانو سره ددې مسلې د حل لپاره په شریکه کار کوي.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات د دوحې په پلازمېنې قطر کې د اګسټ په ۱۶ نېټه پیل شوي وای خو د بندیانو د مسلې پر سر دغه مذاکرات په ټاکلي وخت پیل نه شول

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG