لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د ستمبر په پیل کې یې له حکومت سره خبرې نه دي‌ پلان شوې


واشنګټن ــــ په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانیکزي د افغان چارواکو هغه خبره رد کړې چې وایي د ستمبر په لومړیو ورځو کې به یې له طالبانو سره خبرې پیل شي او وایي داسې هیڅ خبرې یې نه دي پلان شوې.

ښاغلي ستانیکزي د پنجشنبې- زیارت په ماښام رایټرز خبري ایجنسۍ ته راتلونکې میاشت د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ممکنه اعلان په داسې حال کې رد کړی چې امریکا او متحدین یې پر طالبانو او افغان حکومت دواړو د خبرو د ژر پیلولو ټینګار کوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اګست پر 27مه په کابل کې د جنګ او سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د سروې خپرولو په یوه غونډه کې ویلي وو، کېدای شي له طالبانو سره د سولې خبرې د ستمبر په لومړیو ورځو کې پیل شي.

ډاکټر عبدالله دوې ورځې وړاندې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کې هم هیله څرګنده کړې وه چې له طالبانو سره به د سولې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي او په افغانستان کې د امن یوه سوله ییز حل ته به ورسېږي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هم د ډاکټر عبدالله په څېر ډاډ څرګند کړی چې خبرې ښايي په راتلونکې اونۍ کې پیل شي او ویلي یې دي چې د بندیانو د خوشې کېدو په ګډون ستر خنډونه لېرې کېدو ته نژدې شوې دي.

حنیف اتمر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هغه آنلاین بحث کې چې د امریکا د سولې د انسټیټوټ (یو اېس آی پي) په کوربتوب جوړ شوی و، وویل، "مونږ د بل هر وخت نه، اوس د سولې مذاکراتو پیلېدو ته نژدې شوي یو. مونږ خوشبینه یو چې په آینده اونۍ کې به په دې برخه کې یو لوی پرمختګ وکړو."

خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهېل شاهین وایي، دوی مخکې هم ویلي وو او اوس بیا ټینګار کوي چې دوی به هغه مهال د سولې خبرې پیلوي چې پاته ټول طالب بندیان د حکومت له لوري خوشې شي. سهېل شاهین ازادي رېډیو ته ویلي چې د سولې خبرې د طالبانو له ‌خوا نه، بلکې د حکومت له ‌خوا ځنډول کېږي.

په افغانستان کې مشورتي لویې جرګې د روانې اګست میاشت په پیل کې حکومت ته د طالبانو د پاته څلور سوه بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنه وکړه، تر هغه وروسته ولسمشر اشرف غني د دغو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو تر اوسه له هغوی څخه یواځې 80 تنه طالب بندیان خوشي شوي او 320 نور یې په زندان کې پاته شو.

ولسمشر غني د دغو بندیانو د خوشي کولو په اړه د لویې جرګې پر سپارښتنو تر لاسلیک وروسته د امریکې د بهرنیو اړیکو د شورا په یوه آنلاین بحث کې د طالبانو پاته څلور سوه بندیان د نړۍ لپاره خطر بللي وو. ولسمشر غني ویلي وو:

"د پاته بندیانو لیسټ کېدای شي موږ، امریکا او نړۍ ته خطر ولري، ځکه چې په دې کې د نشه یي موادو قاچاکبر او سخت مجرمین شامل دي‌، دا خبره مو له خپلو ټولو متحدینو او ملګرو سره شریکه کړې وه".

سره له دې چې طالبان وایي د ستمبر په پیل کې د خبرو پیلېدو پلان نه لري، د بین الافغاني خبرو اترو دپاره یې خپل 21 کسیز پلاوی اعلان کړی چې د طالبانو د رهبري شورا دیارلس تنه هم پکې شامل دي.

عباس ستانیکزی وایي دا پلاوی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده جوړ کړی او وایي ټول واک یې دوی ته سپارلی چې د سولې د مذاکراتو په اړه هر ډول پرېکړه پخپله وکړي.

افغان حکومت هم تر دې مخکې د بین الافغاني مذاکراتو دپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل مرکچي پلاوی اعلان کړی چې د بېلابېلو سیاسي ډلو، مدني ټولنې او د ښځو استازې پکې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG