لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بارانونو سخته تباهي خوره کړې،کراچۍ کې اتیا کسان مړه شوي


People sit atop a bus roof while others wade through the flooded road during monsoon rain, as the outbreak of the coronavirus disease (COVID-19) continues, in Karachi, Pakistan August 27, 2020.
People sit atop a bus roof while others wade through the flooded road during monsoon rain, as the outbreak of the coronavirus disease (COVID-19) continues, in Karachi, Pakistan August 27, 2020.

په پاکستان کې وروستیو بارانونو سخت زیانونه اړولي اؤ دسندهـ ایالت لمړي وزیر سید مراد علي شاه ویلي ویلي د زیاتو بارانونو له امله یوازې په دغه صوبه کې ۸۰ کسان مړه شوي دي.

د جمعې په ورځ دقدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ایم ای خبر ورکړی ؤ چې دسندهـ ترڅنګ دخیبر پښتونخوا په سوات اؤ کوهستان سیمو کې هم ۱۴کسان دبارانونو اؤ سیلابونو له امله مړه شوي اؤ‌ ګڼ شمیر کورونه اؤ د کرهنې زمکې تباه شوي دي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله یوه کې دسندهـ ایالت لمړي وزیر سید مراد علي شاه ویلي اوسنیو بارانونو کراچۍ ښار بیخي دلاده باده غورځولی اؤ دکال ۱۹۳۱ اؤ ۱۹۷۷ دسختو بارانونو راپدیخوا په وړومبي ځل کراچۍ کې دومره زیات ورښتونه شوي دي.

هغه وایي په دې بارانونو کې دبیلابیلو پېښو له امله د ټول سندهـ دننه ۸۰ کسان مړه شوي چې ۴۷ پکې دکراچۍ سره تړاؤ لري.

سید مراد علي شاه ویلي د دیوالونو غورځېدل ،دبجلۍ دکرنټ ،تندرونو پریوتل اؤ نورې پېښې دمړینو لامل شوي دي.

په عین حال کې پاکستاني مطبوعات وایي دجمعې په ورځ کراچۍ کې دبیلابیلو سیمو څخه دلسو کسانو مړي د خوړونو،نالیو اؤ نورو اوبو څخه راویستل شوي.

مطبوعات وایي دجمعې د ورځې دباران له امله دهیواد ټول ستر د اوبو بندونه دخپل ګنجائش تر بریده ډک شوي دي اؤ په څو سیندونو کې اوس هم د سترې کچې سیلابونه بهیږي.

دپاکستان د اوبو اؤ برېښنا اداره واپدا اؤ دسیلابونو دپاره مرکزي کمیشن وایي په تربیله اؤ منګله بندونو کې دخپل ګنجائشس ۱۵۰۰ اؤ ۱۲۴۲ فټه پورې پورې اوبه ختلې دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په تیرو ۱۰کالو کې دا لمړی ځل دی چې د اوبو بندونه دومره زیات ډک شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دملي تماسونو د کمیټې دغونډې د مشرۍ کولو په مهال ویلي کراچۍ کې بارانونو سخته تباهي کړې ده اؤ مرکزي حکومت به صوبایي حکومت ته دځپل شوؤ کسانو دکومک دپاره هر رقم اسانۍ ورکوي.

هغه ویلي د کراچۍ د ستونزو دهواري دپاره د اوږدې مودې یوه تګلاره باندې کار روان دی ا‌ؤ په راتلونکو څو ورځو کې به هغه پخپله دکراچۍ څخه دلیدنې په مهال د وضعیت ارزؤنه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG