لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دپردېو په لمسون د وینو بهیولو پرځائ طالبان باید دولت سره مخامخ خبرو ته کښیني


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې دجګړې،تاؤ تریخوالي اؤ وینو توئیولو پځائ باید دائمي اوربند اؤ افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

خو طالبانو بیا د بین الافغاني خبرو د ځنډ پړه په افغان دولت ور اړولې ده اؤ ویلي یې دي که چرې افغان دولت دهغوئ بندیان له بنده خوشې کړي وؤ نو اوس به زیاتې ستونزې حل شوې وې.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني پخپل یو بیان کې په کندهار کې دتیرې ورځې دمائن هغه چاودنه په سختو ټکو غندلې ده چې پکې د ښځو اؤ ماشومانو په ګډون ۱۲ملکي کسان وژل شوي وؤ.

طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې ددغه چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې خو ولسمشر اشرف غني دطالبانو څخه غوښتنه کړې چې د پردیو په لمسون په لویو لارو کې د ماینونو له اېښودلو او پر عامو خلکو له تروریستي بریدونو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي، لاس واخلي.

اشرف غني زیاته کړې چې افغانستان کې اوربند،سوله اؤ ثبات دافغان ولس،حکومت اؤ نړیوالو غوښتنه ده اؤ طالبان باید دې غوښتنې ته په غاړې اېښودلو سره زر ترزه افغان دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي.

داشرف غني له دې څرګندونو یوازې یوه ورځ وړاندې دطالبانو دمرکچې پلاوي مشر ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي بین الافغاني مذاکراتو کې دځنډ پړه په افغان دولت اچولې وه اؤ وي او ای ته یې ویلي وؤ چې که د دوحې دتړون له مخې دکابل دولت دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان له بنده خوشې کړي وؤ نو د زیاتې ستونزې به اوس هوارې شوې وې.

هغه ویلي طالبان زر ترزره دبین الافغاني خبرو اترو پیل ته لیواله دي ترڅو افغانستان کې جګړه دتل دپاره ختمه اؤ یو داسې اسلامي حکومت رامنځته شي چې دافغانستان اکثریت خلکو ته دمنلو وړ وي.

طالبانو اؤ امریکا سږکال د فرورۍ په میاشت کې په قطر کې د سولې یو تړون کړی ؤ اؤ ددغه تړون په اساس دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرې دمارچ په میاشت کې پیلیدل وؤ خو د بندیانو په تبادله داختلافونو له امله تر اوسه د سولې دا خبرې نه دي پیل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG