لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده عرب اماراتو صدر له اسرایلو سره د بایکاټ قانون منسوخ کړ


واشنګټن ــــ د ځینو اسلامي هېوادونو پر نیوکو برسېره له اسرایلو سره د سفارتي تړون تر اعلان وروسته د متحده عربي اماراتو صدر د یوه فرمان له مخې هغه قانون منسوخ کړی چې پکې له اسرایلو سره بایکاټ شوی وو.

د عربي اماراتو سرکاري خبري ایجنسۍ وام د شنبې- خالي په ورځ خبر خپور کړی، چې وایي له دې فرمان سره اوس د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي او مالي تړونونه په رسمي توګه عملي شول.

خلیج ټایمز ورځپاڼه لیکي د متحده عربي اماراتو خلک او کمپنۍ اوس کولای شي د اسرایل له کمپنیو، شهریانو او اوسېدونکو سره تجارتي تړونونه وکړي او وایي د بایکاټ قانون له ختمېدو سره به اوس په اماراتو کې اسرایلي سامانونو او مصنوعات ته اجازه ورکړل شي.

په خبر کې راغلي د دې فرمان له جاري کولو څخه د صدر خلیفه بن زاید النهیان مقصد د دواړو هېوادونو تر منځ له دوه اړخیزې همکارۍ سره ملاتړ څرګندول دي چې وایي په دې توګه دوه اړخیزې اړیکې ټینګې شي.

متحده عرب اماراتو دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې ټاکل شوې د اسرایلو د اي ای اې ای هوایي کمپنۍ الوتکه د راتلونکې دوشنبې- ګل په ورځ له تل ابیبه د اماراتو پایتخت ابوظبۍ ته مخامخ پرواز وکړي.

په دې پرواز کې به د اسرایلو یو اعلی پلاوی او ځینې امریکایي چارواکي ابوظبۍ ته سفر کوي، چې د امریکا د حکومتي چارواکو په وینا په هغوی کې به د ولسمشر ډانلډ ټرمپ مشر سلاکار او زوم جېرډ کوشنر هم شامل وي.

د متحده عرب اماراتو او اسرایل تر منځ د سفارتي تړون اعلان ولسمشر ټرمپ د اګست پر 13مه وکړ، خو د تړون تر رسمي لاسلیک کېدو مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ د سفارتونو د پرانیستلو، تجارت او سفري اړیکو په اړه تفصیلي مذاکرات لا پاته دي.

د وي او اې د خبر له مخې دا مهال د اسرایل او متحده عرب اماراتو تر منځ هوایي لینک یا پیوند نه شته او دا نه ده څرګنده چې د اسرایل الوتکه به د سعودي عرب په فضا کې برسېره پرواز وکړي که نه ځکه چې سعودي له اسرایلو سره رسمي اړیکې نه لري.

د سعودي په ګډون ترکي، ایران، پاکستان او فلسطین له اسرایل سره د متحده عرب اماراتو د سفارتي تړون مخالفت کړی دی، خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه سلاکار جېرډ کوشنر تمه څرګنده کړې چې نور عرب هېوادونه به هم له اسرایل سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG