لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وايرس نوې پېښې په ريکارډ کچه راکمې شوي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وايرس تازه 213 کسانو ته لګېدلي او شمېرې ښايي دا نزدې په پينځه مياشتې موده کې تر ټولو کمې پېښې دي چې رپوټ شوي دي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومېدو دپاره د 18زره17 کسانو معاينې/ ټسټونه شوي چې پکې يواځې په 213 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې د اپرېل په څلورمه په ملک کې د کرونا 172 مثبت پېښې رپورټ شوې وې.

په ملک کې تراوسه پورې په دوه لکه 95زره 849 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 6294 ترې مړه شوي او د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په دې وايرس اخته 604 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

خو ورسره دا هم ويل شوي چې په دې وايرس اخته دوه لکه 80زره682 کسان ښه شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د صحت د محکمې يو لوړ پوړی چارواکی ډاکټر نياز محمد وايي، د حکومت د غوره تدابيرو له امله په ملک کې د کرونا وايرس پېښې راکمې شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د حکومتي سمارټ لاک ډاؤن او د احتياطي تدابیرو خپلولو له امله د کرونا پېښې ورځ تر بلې راکميږي.

په صوبه کې د ډاکټرانو د اتحاديي مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي، په پاکستان کې د کرونا پېښې کمېدل د خوښۍ خبره ده خو دا وايرس لا ختم نه دي بايد احتياط وشي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په چاپېره نړۍ کې کرونا وبا بيا سر راپورته کړی او په هغو هېوادونو کې چې کرونا بيا په خورېدو شوې په ځانګړي د دغو ملکونو نه د راتلونکو خلکو کلکه څارنه دې وشي او ورسره دې دلته هم ډېر پام وکړی شي چې دا وايرس بيا نور خواره نه شي.

په پاکستان کې د کرونا پېښې په داسې وخت کې کميږي چې ويل کيږي د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې دا وايرس په دوېم ځل سر راپورته کوي.

د صحت چارو کار پوهان وايي که چرته هم د کرونا وايرس پېښې کميږي د هغې دا مطلب نه دی چې ګنې دا وايرس قابو کړی شو يا په ختمېدو دي.

پوهان وايي بايد چرته هم د کرونا وبا په لړ کې بې غوره کېدل نه دي پکار ځکه چې که دا وبا بيا سر راپورته کوي هسې نه د ډېر تاوان سبب وګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG