لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان د ترهګرۍ ضد پولیس وایي مستونګ کې یې د داعش کمانډر وژلی


د پاکستان بلوچستان صوبې سي ټي ډي پوليس مشر ويلي په عملياتو کې يې د داعش د مقامي ډلې کمانډر وژلی دی.

د بلوچستان سي ټي ډي پوليس ويلي تېره شپه يې د صوبې د مستونګ په پړینګ اباد علاقه کې دغه عملیات کړي او سي ټي ډي دعوه کړې چې د داعش کمانډر محمد نواز (سندهي) يې وژلی دی.

د سي ټي ډي بلوچستان مشر د ډیوه خبریال ته ویلي په عملیاتو کې د وژل شوي کمانډر يو ملګری ممتاز هم تښتېدلی دی.

وایي د محمد نواز مخکې له لشکر جنګوي ډلې سره وو او بیا له داعش ډلې سره یو ځای شوی وو چې وایي په زیاتو پېښو کې یې لاس درلود.

وياند ويلي وژل شوی کمانډر د بلوچستان عوامي پارټۍ په نواب زاده سراج رئيساني باندې په ځانمرګي بريد او نورو ترهګرو عملياتو کې ککړ ؤ.

په سراج رئيساني په کال 2018م د انتخابي کمپاين په مهال د هغه په لاريون ځانمرګی بريد شوی چې پکې د 150 نه زیات کسان وژل شوي وو.

داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

سي ټي ډي وايي د مستونګ په پېرنګ اباد کې يې د محمد نواز په ځای چاپه وهلې او په دغه مهال بيا د هغه سره نښته شوې او کمانډر پکې وژل شوی دی.

پولیس دا هم ويلي د کمانډر د ځای څخه يې وسله او چاؤدېدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

پولیسو ويلي د وژل شوي کمانډر بل ملګری حفيظ الله بروهي تېر کال وژل شوی ؤ، څوک چې د دوی په وېنا په سيند صوبه کې د لعل شهبازقلندر په مزار ځانمرګي برید کې ککړ ؤ.

د لعل شهباز قلندر په مزار ځانمرګي بريد کې د 80 څخه زیات کسان وژل شوي او د دغه بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

د پاکستان حکومتي چارواکي وخت په وخت دا دعوه کوي چې په پاکستان داعش ډله په منظم ډول شتون نه لري خو بل لور ته بيا امنيتي ادارې هم وخت په وخت د داعش پرضد د عملیاتو د هغو د مشرانو او غړو د وژلو او نيولو دعوې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG