لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کۍ د کورونا وروستی حال


واشنګټن - د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر خبرداری ورکړی چې هېڅ هېواد هم داسې نشي ګڼلی چې د کورونا وبا ختمه شوې ده.

ډاکټر تېدروس ګبریاسس د ګل یا دوشنبې په ورځ له جینیوا څخه د ویډیو کانفرانس له لیارې خبریالانو ته وویل، که خلک د اقتصاد په ډګر کې د خپلو روزمره کاروبارونو پر پرانېستلو غور کوي نو هېوادونه باید د کورونا د وبا د خپرېدو په مخنیوي او د خلکو د ژغورلو په برخه کې جدي اوسي.

هغه وویل، "څومره چې خلک په وایرس زیات کنټرول ولري نو هغومره خپل کارونه زیات پرانیستلی شي خو که له کنټرول پرتله پرانیستل شي نو دا به د ناورین لپاره د خبر په معنی وي."

تېدروس د ټولو هېوادونو، ښارونو او وګړو لپاره د‌ څلورو لارو وړاندیز کړی تر څو وایرس کنټرول کړي.

په دغو څلورو کې په سټیډیمونو او نایټ کلپونو کې د لویو غونډو له جوړېدو څخه خلک منعه شوي او د کورونا لپاره د خلکو د ټیسټونو، څارلو او قرنطین کولو پر مسلو ټینګار شوی.

هغه وویل،‌ هېوادونه باید د خطر لاندې خلکو د ژغورلو لپاره ګامونه پورته کړي چې په هغو کې زاړه ناروغ کسان او اړین کارکونکي شامل دي.

تېدروس همدارنګه له خلکو غوښتي چې ماسکونه وتړي، ټولنیز واټن وساتي او بیا بیا خپل لاسونه ووینځي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کورونا د واکسین جوړولو په سیالۍ کې د احتیاط غږ کړی تر څو یو خوندي او اغیزناک واکسین جوړ کړي.

د واکسین جوړولو په برخه کې د احتیاط خبره وروسته له هاغې راپورته شوه کله چې د امریکا د خوړو او درملو د ادارې مشر ډاکټر سټیفن هان وویل چې دوی یو واکسین ته پر بیړنۍ اجازې باندې مخکې له دې چې وروستی انساني ازمېښت یې بشپړ شي غور کوي.‌

د ډبلیو اچ او وتلي ساینس پوهې سومیا سوامېنېتن ویلي، داسې اجازه ورکول باید ډېر په سوچ او غور سره وشي. دا هغه څه دی چې ورته سرسري و نه کتل شي.

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر ډاکټر مایک راین ویلي، "د هر هېواد د واکسین پالیسي باید د ممکنه لوړو اخلاقي معیارونو سره برابره وي."

بل پلو د نړۍ د اقتصادي فورم لخوا یوه نړې سروې ښيي چې د نړۍ ۷۴ فیصده بالغو کسانو ویلي چې که واکسین تیار شي نو دوی به یې واخلي.

ددغې سروې له مخې چې په ۲۷ هېوادونو کې شوې چین هغه هېواد دی چې زیاتره خلک پکې واکسین ته لیوالتیا لري او له واکسین څخه ملاتړ پکې ۹۷ فیصده ته رسېږي او روسیه پکې تر ټولو کمه لیواله وه چې یواځې ۵۴ فیصده خلکو یې ویلي چې دوی به واکسین واخلي.

په امریکا کې چې تر ۶.۲ میلیونو زیات کسان پرې اخته او تر ۱۸۷۰۰۰ زیات مړه شوي دي ۶۷ فیصده خلکو ویلي چې دوی به واکسین واخلي.‌

که څه هم د امریکا په اکثرو ایالتونو کې د کورونا پېښې په یوه حالت یا کمې شوې دي خو د انډیانا، آیوا، کېنساس،‌ مشیګن، مېنوسوټا،‌ مېزوري، نېبراسکا، اوهایو،‌ نارت او سوت ډکوټا په ګډون په شمېر ایالتنو کې بیا په دې وروستیو کې ورځو کې په حیرانونکې توګه زیاتې شوې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۵.۶ میلینو او د مړو شمېر له ۸۵۵۰۰۰ څخه زیات شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG