لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ نوازشریف ته امر کړی د ستمبر پر 10مه دې عدالت ته حاضر شي


واشنګټن ــــ د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ته موقع ورکړې چې ځان تسلیم کړي او د بلې اورېدنې لپاره د ستمبر پر لسمه نېټه عدالت ته وړاندې شي، خو وایي که وړاندې نه شي نو عدالت به یې فرار اعلان کړي.

د عدالت دوه کسیز بینچ دوو قاضیانو جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کیاني د نهې- سه شنبې په ورځ په ایونفیلډ او العزیزیه مقدمو کې د نواز شریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم صفدر د ضمانت د درخواست او د نوازشریف د خوشي کېدو په ضد د احتساب ادارې د درخواست اورېدنه وکړه.

د نننۍ اورېدنې په مهال قاضي عمر فاروق وویل، عدالت وروستۍ پرېکړه نه کوي او نوازشریف د مفرور په توګه نه اعلانوي بلکې هغه ته یوه بله موقع ورکوي چې ځان تسلیم کړي.

قاضي محسن اختر وویل که نوازشریف عدالت ته وړاندې نه شي نو هغه به اشتهاري اعلان کړي، چې وایي د مفرور په توګه هغه ته درې کاله د بند سزا اورولای شي.

خو د نواز شریف لور مریم نواز نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د پلار علاج یې د کرونا وایرس له کبله له ځنډ سره مخ وو او اوس یې علاج روان دی چې کله هم جوړ شي پاکستان ته به ستون شي.

د واکمن تحریک انصاف مرکزي وزیر فواد چودري په یوه ټویټ کې دعوه کړې وایي‌ د نوازشریف د ناروغۍ رپوټونه ثابتوي چې هغه روغ جوړ دی. د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان هم د اسلام اباد هایکورټ پرېکړه ستایلې ده:

"عدالت ډېره ښه پرېکړه کړې دوی [نوازشریف] ته یې موقع ورکړې ده، د تسلیمېدو مقصد دا دی چې نواز شریف دې ځان پنجاب حکومت، عدالت او پولیسو ته وسپاري، که داسې وه کړي نو کېدای شي اشتهاري وګرځول شي".

د نوازشریف وکیل خواجه حارث احمد عدالت ته ویلي چې مؤکل یې اوس هم ناروغ دی او د هغه طبي رپوټونه یې د پنجاب حکومت چارواکو ته سپارلي وو خو وایي هغوی رد کړي او دده ته د ضمانت غزولو درخواست یې رد کړی وو.

عدالت د نوازشریف له وکیله پوښتنه وکړه چې آیا نوازشریف بیا د پنجاب حکومت دا پرېکړه چېلنج کړې وه که نه چې د ده ضمانت یې نه غزاوه، وکیل په جواب کې ورته وویل "نه هغه [د پنجاب حکومت امر نه وو چېلنج کړی] ځکه چې هغه په ملک کې دننه نه دی".

پخواني وزیراعظم نوازشریف ته له هېواده بهر د جایدادونو لرلو په تور په العزیزیه مقدمه کې اووه کاله د بند سزا اورول شوې وه خو تېر کال عدالت هغه په ضمانت خوشي کړی وو او حکومت په لندن کې د علاج لپاره د هغه نوم د سفري بندیزونو له نوملړه لرې کړی وو، چې له هغه وخت نوموړی په لندن کې دی.

تېره میاشت د احتساب او کورنیو چارو په برخه کې د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهزاد اکبر ویلي وو، نوازشریف ته د علاج لپاره ورکړل شوی د څلورو اوونیو ضمانت د تېر کال په دسمبر کې پای ته رسېدلی او حکومت یې د برتانیې له حکومته غوښتنه کړې چې نوازشریف ور وسپاري.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG