لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان له کېچ سیمې شپږ لارۍ چلوونکي وسلوالو تښتولي دي


کوټه ــــ د بلوچستان ايالت د کيچ او اواران ضلعو تر منځ له هوشاب سیمې شپږ لارۍ چلوونکي ناپېژاندو وسلوالو دوې ورځې وړاندې تښتولي دي، چې تر اوسه یې هیڅ درک نه شته او نه یې حکومت پر چا د تښتونې تور پورې کړی او نه یې کومې ډلې د تښتونې ذمه واري منلې ده.

د تربت لېويزو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي اوې اې ډيوه ته وويل، وړمه شپه د هوشاب له مادک موړ سيمې څخه لارۍ چلوونکي تښتول شوي دي چې تر اوسه هم لادرکه دي.

د لېويز چاروکي زياته کړه چې د پاکستان او ايران پر سرحدي پوله د باړ لګولو لپاره د اغزن تار وړونکو لاریو چلوونکي له تربته د اوران پر لوري روان و:

"د پېښه د اراوان له سرحده پر مخ د دوه کیلومیټرۍ په فاصله په کېچ ضلع کې شوې ده، دغو هغه اغزن تارونه وړل چې پر سرحد لګېږي".

د لېويز د چارواکي په خبره تښتول شوي کسان د پنجاب د بهاولپور ضلعې اوسېدونکي دي، خو صوبایي حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

لېویز د دوی د تښتونې په ضد مقدمه پیل کړې او پلټنه یې ورپسې پیل کړې ده. پر ټولنیزو رسنیو هم د دوی د تښتونې غندنه شوې ده. د بلوچستان د بشري حقونو فعالې جلیله حیدر پر خپل فېسبوک لیکلي:

"مزدوران پر بلوڅانو د ریاستي ظلم برخه نه دي نو زه غوښتنه کوم چې له اوارانه تښتول شوي شپږ پنجابي مزدوران دې د انسانیت په خاطر خوشي کړل شي".

ناتايد شوي راپورنه وايي درې موټرسايکل سپرو وسلوالو له يوولسو لارۍ چلوونکو څخه شپږ پر خپلو موټرسايکلونو له ځان سره تښتولي او نامعلومام ځای ته یې وړي دي.

د ډرايورانو د تښتوتې ذمه واري لا تر اوسه کومې وسلوالې ډېر پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم د بلوچستان حکومت د دوی د تښتونې تور پر چا لګولی دی، خو په دې وروستیو کې د پنجاب اوسېدونکي مزدوران په بلوچستان کې تښتول شوي چې ذمه واري یې خپلواکي غوښتونکو بلوڅ سازمانونو منلې ده.

اوران، تربت او له ايران سره نيزدې سيمې د بلوچستان ناارامه سيمې ګڼل کيږي، چې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو بېلابېلې وسلوالې ډلې پکې وخت په وخت د پاکستان پر امنتي ځواکونو د بريدونو او د چین پاکستان اقتصادي منصوبې پر کارکوونکو مزدورانو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخلي.

که څه هم د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو په وروستیو کې دعوه کړې چې د بلوچسستان ايالت په ناارامو سيمو کې اوس امنيت تر پخوا ښه شوی دی، خو د رپوټونو له مخې په تېرو درو مياشتو کې په بېلابېلو پېښو کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو تر 15 زيات پوځیان په بلوچستان کې وژل شوي دي.

د چین پاکستان په اقتصادي‌ منصوبه کې له بهرنیو کارکوونکو وروسته- چې د چین خلک دي- د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي‌ مزدوران، کنټریکټران او د پرمختایي چارو کارکوونکي زیات دي.

په بلوچستان کې جنګېدونکې د بلوڅانو ازادي غوښتونکې وسلوالې ځینې ډلې له پاکستانه ازادي غواړي او ځینې په صوبه کې دننه پر خپلو وسایلو بشپړ واک غواړي او تور لګوي چې پاکستان د دوی وسایل وړي خو دوی ته پکې برابره ونډه نه ورکوي خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي او دغه وسلوالې ډلې تورنوي چې وایي هند ورسره مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG