لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو یرغمل افغان کمانډویان خوشې کړي،دولت یې هم خطرناک بنديان ورپرېږدي،امرالله صالح


افغان حکومت وايي طالبانو د دوئ د کمانډو ځواکونو سرتېري خوشي کړي اؤ دوئ به هم ورو ، ورو د طالبانو خطرناک بندیان خوشي کوي.

د افغان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي ،طالبانو افغان کمانډو ځواکونه خوشې کړي او له دغې ډلې سره نور هېڅ کمانډو سرتیری نه دی پاتې.

ښاغلي صالح په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د هغو خطرناکو طالب بندیانو په اړه چې فرانسې او نورو هیوادونو پرې اعتراض درلود له ناټو سره یې خبرې کړي تر څو له دغو هیوادونو سره همغږي وکړي.

ښاغلي صالح وویل "تر هغې وخته چې زموږ کماندویان تبادله شوي نه وو، هغوئ موږ ته په عینو مینه کې تسلیم شول،موږ هلته لاړو د هغوئ هویت مو معلوم کړ،د هغوئ له کورنیو سره مو دوئ پر ټلیفون وغږول ،معلومه شوه ،چې زموږ کماڼدویان دي"

نوموړي زیاته کړه "زموږ زړه بې غمه شو، چې د طالبانو سره موږ نور د کمانډو بندیان نه لرو ، له هغې وروسته مو موافقه وکړه ، چې ورو ورو پاتې بندیان خوشي کړو، د فرانسې اعتراض هم پر حقه وو، له ناټو مو غوښتي ، چې له دغو هیوادونو سره په همغږۍ دې په ډې اړه تصمیم ونیسي"

د افغان حکومت سرچینو د هغو بندیانو په اړه ، چې اعتراض پرې موجود دی رويټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه اوو طالب بندیان د بهرنیو سرتېرو په وژلو تورن دي او د طالبانو په غوښتنه به ډېر ژر خوشې او قطر ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې قطر کې له طالبانو سره د افغان مرکچي پلاوي د سولې ابتدایي خبرو د پیلیدو خبر ورکړل شوی دی.

ویل شوي ، چې د افغانستان حکومت یو پلاوی د قطر په پلازمېنې دوحه کې دی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې ابتدایي خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد امریکا غږ ډيوه راډيو ته وویل، چې یو هیئت قطر ته تللی او بل ورپسې دی.

ښاغلي دین محمد زیاته کړه "بندیان د خوشي کیدو په حال کې دي ، زیات یې خوشي شول ، دا مذاکراتو په شروع کیدو کې لوی خڼډ و، دغه دی لرې کیږي"

هغه وایي کوم پلاوی چې د مذاکرې لپاره تعیین شوی دی هغه تر اوسه په کابل کې دی او یو مقدماتي پلاوی تللی دی او دا پلاوی به سبا، یا بل سبا یا په دې نږدې ورځو کې دوحې ته لاړ شي

په ورته وخت د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزی وايي، ډېر ژر به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

‏ستانکزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې خبرو موخه به پرمختللی، آزاد او متحد افغانستان وي چې په کې د هېواد د ټولو وګړو حقونه خوندي وي.

طالبانو مخکې ټینګار کولو چې هغه وخت به د افغانانو په خپل منځي خبرو کې برخه اخلي چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له تړون سره سم د دوی هغه پنځه زره زندانیان د افغانستان له زندانونو خوشې شي چې دوی یې افغان حکومت ته لېست ورسپارلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG