لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د عاصم باجوه د سلاکارۍ استعفی ونه منله


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د معلوماتو او نشریاتو په برخه کې د خپل ځانګړي سلاکار ریټایر شوي لیفټیننټ جنرل عاصم سلیم باجوه استعفی ونه منله، چې نوموړی یې پرون له یوه شخصي ټیلیویژن سره په خبرو کې اعلان کړی وو.

د رپوټونو له مخې عاصم سلیم باجوه نن د جمعې په ورځ عمران خان ته خپله استعفی وړاندې کړې وه خو هغه رد کړې ده. د تحریک انصاف ګوند سنېټر فیصل جاوید خان په یوه ټویټ کې دا خبر خپور کړی دی:

"وزیراعظم عمران خان د معلوماتو او نشریاتو لپاره د خپل ځانګړي استازي عاصم باجوه د استعفی د نه قبلولو پرېکړه کړې ده او امر یې کړی دی چې خپل کار ته دوام ورکړي".

عاصم باجوه د پنجشنبې- زیارت په ماښام وروسته له هغه د خپلې استعفی اعلان کړی وو، چې په وروستیو کې د فیکټ فوکس په نامه ویبپاڼه کې د پاکستاني خبریال احمد نوراني یو تفصیلي تحقیقاتي رپوټ خپور شوی وو او په هغه کې یې د عاصم باجوه د مېرمنې، زامنو او د وروڼو د میلینونو ډالرو کورنیو او بهرنیو کاروبارونو تفصیل ورکړی وو.

عاصم باجوه دغه رپوټ په کلکه رد کړی وو او دا یې د خپلې کورنۍ په ضد یوه ناوړه پروپیګنډه بللې وه. نوموړي پرون بیا پر ټویټر په انګرېزي ژبه د څلورو پاڼو تردیدي بیان خپور کړی او د احمد نوراني په رپوټ کې یې ورباندې لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند پر رسمي ټویټر پاڼه هم لیکل شوي چې وزیراعظم عمران خان د عاصم باجوه استعفی نه ده منلې، ځکه چې وایي وزیراعظم د عاصم باجوه له هغه سپیناوي مطمئن دی چې د احمد نوراني د رپوټ په جواب کې یې د ځان په دفاع کې کړی:

"وزیراعظم عمران خان وویل چې لیفټېننټ جنرل (ر) عاصم باجوه چې کوم ثبوتونه وړاندې کړي او سپیناوی یې کړی دی ترې مطمئن دی".

عاصم سلیم باجوه د وزیراعظم د معلوماتو او نشریاتو د ځانګړي سلاکار تر څنګ په پاکستان کې د چین او پاکستان اقتصادي لارې د 62 اربه ډالرو منصوبې سیپېک اتارټي مشر هم دی چې پرون یې ویلي وو اوس به ټوله توجه د دې منصوبې بشپړتیا ته اړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG