لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ساجد ګوندل دې د ګل د ورځې پورې مالوم کړی شي، اسلام اباد هايکورټ


د اسلام اباد هايکورټ حکم وکړو چې د اسلام اباد څخه بې درکه شوی د اېس اي سي پي مرستیال ډائريکټر ساجد ګوندل دې د ګل/ دوشنبې د ورځې پورې مالوم کړی شي.

ساجد ګوندل د مالياتي او کاروباري ادارو د څار ادارې (پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج کمېش اف پاکستان/ اېس اي سي پي) مرستیال ډائريکټر او پخوانی ژورنالسټ دی، د زيارت/ پنجشنبې په ماښاما په اسلام اباد کې بې درکه شوی ؤ.

د ساجد ګوندل مور د اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی چې زوی يې تښتول شوی يا اغوا کړی شوی دی، هغه نن د اسلام اباد هايکورټ د چيف جسټس اطهرمن الله په وړاندې حاضر شوې ده.

د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي حکم کړی چې که د ګل د ورځې ماسپښين دوه بجو پورې ساجد ګوندل مالوم نه کړی شو نو د کورنيو چارو سيکرټري دې بيا عدالت ته حاضر شي.

عدالت د ګوندل د نه مالومېدو په صورت کې چیف کمشنر ته هم د حاضرېدو حکم کړی دی.

عدالت ويلي دغه معامله دې د مرکزي کابينې په وړاندې کېښودل شي.

د ګوندل مور عدالت ته ويلي د چا سره یې هيڅ قسمه دښمني نشته. زوی یې د اسلام اباد د پارک روډ څخه تښتول شوی او ګاډی یې په دغه ځای پرېښودی دی.

د اسلام اباد د شهزاد ټاؤن پوليس تاڼې تفتيشي افسر شهزاد اکبر وايي په دغه اړه يې پلټنې يې پېل کړي دي خو تراوسه په پلټنو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او د پېښې مقدمه د اغوا يا تښتولو د مادې لاندې درج کړی شوې ده.

اېمنسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې سياستوالو د ساجد ګوندل د مالومولو غوښتنه هم کړې ده.

په ټولنيزو رسنیو د ساجد ګوندل بې درکي د وزیراعظم عمران خان د سلاکار او سي پېک اتهارټۍ د مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو د رپورټ سره تړل کيږي کوم رپوټ چې څو ورځې وړاندې ژورنالسټ احمد نوراني خپور کړی ؤ.

فرحت الله بابر په ټویټر ویلي، داسې خيال وده مومي چې د ساجد ګوندل تښتول/ اغوا کول د لفټننټ جنرل عاصم باجوه د رپوټ سره تړاؤ لري.

ځينې کسان بيا وايي چې احمد نوراني ته د عاصم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات د اېس اي سي پي څخه ترلاسه شوي ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي، راپورونه وايي احمد نوراني هم ويلي د ترلاسه کړو مالوماتو سرچينه یې ساجد ګوندل نه ؤ.

پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې چې عاصم سليم باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

عاصم باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه.

نوموړي د رپوټ وروسته د وزیراعظم د اطلاعاتو د ځانګړي سلاکار د څوکۍ څخه د استعفا ورکولو ويلي ؤ خو وزیراعظم عمران خان د هغه استعفا نه ده قبوله کړې او ويلي يې دي د عاصم سليم باجوه د ثبوتونو څخه مطمئن دی ځکه باجوه ته يې د ځانګړي مرستيال په توګه د کار دوامداره ساتلو لار ښوونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG